د لاس رسي وړ اتصالات

په باجوړ کې شپږ افراطېان ووژل شول


د پاکستان پوځ واېې چې ددوی عسکرو د شپې له خوانه په جگړو کې شپږ افراطېان په باجوړ کې ووژل.

چارواکی واېې چې دغه جگړې د باجوړ په قبېلوی سېمه کې چې د افغانستان سرحد ته نېژدی پرته ده وشوې.

جگړې د دوشنبی په ورځ ناوخته پېل شوی او د سه شنبی تر سهاره ېې دوام وکړ.

د مرگ ژوبلی په نورو خبرونو کې واېې چې په کوهاټ کې نامعلولو ټوپک والاو دری کسان په دغه ښار کې ووژل.

پولېسو په دې برخه کې نور معلومات ندی خپور کړی.

رپوټ واېې چې په پاکستان باندی د امرېکا له خوا نه فشار اچول کېږی چې په خپلو شمال لوېدېځو سېمو کې د افراطېانو خلاف زېات اقدامات وکړی.

امرېکا فکر کوی چې د پاکستان په دغه سېمه کې القاعده او طالبانو د ځان لپاره خوندی ځاېونه جوړ کړېدی.

بل پلو، نړېوال وجهی صندوق پاکستان ته اوه اعشارېه شېږ ملېارده ډالره پور منظور کړېدی.

ددغه پور پېسی به ددې لپاره وکارول شی چې د پاکستان د اقتصاد ملاتړ وشی، مالی چارې ېې ثبات پېدا کاندی او خپل اقتصاد بېرته په پښو ودروی.

نړېوال وجهی صندوق واېې پاکستان ته به سمدلاسه ددغو پېسو اول قسط ېعنی دری اعشارېه ېو ملېارد ډالره ورکړل شی.

پاتی پېسی به په هره ربع کې د ٢٣ مېاشتو په موده کې په قسطونو ورکړل شی.

XS
SM
MD
LG