د لاس رسي وړ اتصالات

بش او د اسرائیلو صدر اعظم د وروستي ځل لپاره گوري


جمهور رئیس بش او د اسرائیلو صدر اعظم اهود اولمرت وايي د اناپولیس د سولې د خبرو نه یو کال وروسته هم دوی د منځني ختیځ د سولې لپاره هیله من دي.

جمهور رئیس بش او اهود المرت خپلو هغو هڅو ته چې په منځني ختیځ کې د سولې لپاره کړي دي یوه کتنه کوي.

د څو مشخصو پر مختگونو په څنگ کې چې تیر کال د سولې په هکله وشولې، ښاغلی بش وايي د دواړو خوا لخوا د فلسطیني دولت د تشکیل خبرې په خپل ځای ولاړې دي.

بش: "مونږ په ټینگه عقیده لرو چې د فلسطین ددولت جوړیدل د اسرائیلو په گټه دي، ځکه یو دموکرات دولت د اسرائیلو په خوا کې چې د سولې لپاره هلې ځلې کوي د ټولوپه گټه دی. او ښاغلی صدر اعظم دغه کار ستاسو په سبب دی."

په خپله برخه کېT د اسرائیلو صدر اعظم اهود المرت وویل چې ښاغلی بش او د امریکا متحده ایالاتو د اسرائیلو د امنیت په هکله ډیر څه کړي دي.

ده وویل چې ښاغلي بش صدام حسین د عراق له واک نه لرې کړ او په منځني ختیځ کې د سولې د پروسې د گړندي کولو لپاره ډیرې هڅې کړي دي.

المرت: "تاسو د اناپولیس د سولې خبرې په لاره واچولې او زه په غونډه کې د برخې اخیستلو افتخار لرم. دغه پروسه اوس هم ستاسو په لارښونه او ملگرتیا روانه ده. او دا ډیر مهم دی، لکه چې تاسو وايئ د دوو دولتونو تشکیل د منازعې د حل لپاره ډیر اقدام دی."

د دواړو مشرانو نه یوه هم د ایران د اتمي پروگرام په هلکه د خپلې اندیښنې څرگندونه ونه کړه که څه هیله کیدله چې دغه موضوع ددوی د خبرو په اجندا کې شامله وي.

د ښاغلي بش دوره د جنورۍ په شلمه پای ته رسیږي. اما د اداري فساد د تورونو په سبب د ښاغلي المرت دوره د راتلونکي فبرورۍ په میاشت کې ختیمیږي.

XS
SM
MD
LG