پاکستانی پولېس وايي په پېښور کې د ټوپکو په ډزو کی دوه ملکی خلک او دوه تندروان نن ووژل شول.
د پاکستان امنیتي مقامات وايي ډزې وروسته د هغې شروع شوې چې وسله والو سړو د پېښور ښار نه بېرون په مټنئ کې د حکومت د ېوه محلی چارواکي په کور باندې حمله وکړه.
څلور کسان په ډزو کی زخمیان شوو.
په ېوه بله پېښه کې د سه شنبی په ورځ د پېښور په دوو بېلو بېلو برخو باندی راکټونه فاېر شول خو کومه مرگ ژوبله او یا مالي تاوان ېې چا ته نه دی رسولی.
په پاکستان باندی د امرېکا د حکومت فشار ورځ په ورځ زېاتېږي او ور څخه غواړي چې د هغو وسله والو تندروانو مخه دې ونیسي چې ددغه هېواد په شمال قبایلي سیمو کې فعالېت کوي.
امرېکا دغه سیمې د القاعدې او طالبانو د طرفدارانو یو مهم مرکز گڼي.
د سه شنبی په ورځ د پاکستان د دفاع وزیر مختار احمد اعلان وکړ چې حکومت به بله میاشت یوه غونډه راوبولي او په سېمه کې به د هغو بې پېلوټه الوتکو د حملو په باب خبرې وشي چه گومان کیږي امریکايي دي.