د لاس رسي وړ اتصالات

په افغانستان کې خپرېدونکی ادارې فساد د خلکو کرکې ته لمن وهی


د شېکاگو ټرېبیون ورځپاْڼه لېکی چې په افغانستان کې ډېر زېات خپور شوی ادارې فساد دخلکو او حکومت ترمنځ فاصله پېدا کړېده او د خلکو قهر اوغوسه په دې برخه کې ورځ په ورځ زېاتېږی.

د شېکاگو ټرېبېون ورځپاڼه لېکی چې په افغانستان کې اداری فساد په پراخه کچه خپور شوېدی او په افغانانو کې دډېرې سختې غوسی سبب شویدی.

ورځپاڼه لېکی چې رمضان بشر دوست ېو زوړ سوزوکی موټر چلوی او اکثره وخت په خېمه کې بېده کېږی. دا کار د پارلېمان له ېوه محترم غړی سره چندان اړخ نه لگوی.

د هغه خپلوان فکر کوی چې هغه لېونی دی. خو بشر دوست چې اوس ۴٦ کلن دی غواړی چې د افغانستان د جمهوری رېاست لپاره ځان کاندېد کړی.

بشر دوست واېې چې دی غواړی د افغانستان د حکومت د اداری فساد خلاف خپل درېځ څرگند کړی. هغه ووېل چې هغه ته مفته زمکه او ښه نوی موټر ورکول کېده خو هغه رد کړل. هغه مفته چوکی هم رد کړه.

هغه واېې چې د افغانستان په حکومت کې اوس پېسی د قانون حېثېت لری. نوموړی پخوا د افغانستان د پلان وزېر و. هغه واېې چې که څوک په افغانستان کې پېسی ولری نو هغه هرڅه کولی شی.

افغانستان ېوازېنی ملک دی چې ادارې فساد پکی قانونی بڼه لری. د شېکاگو ټرېبېون ورځپاڼه لېکی چې ادارې فساد قانونی ندی خو زښت زېات دی او ددغه فساد زېاتېدل د افغانستان د حکومت او خلکو ترمنځ فاصله زېاته کړېده.

د افغانستان د خلکو نفرت له خپلو مشرانو نه ورځ په ورځ زېاتېږی.

شېکاگو ټرېبېون د ماهرانو له قوله لېکی چې ادارې فساد او د خلکو کرکه د افغانستان جمهور رئېس حامد کرزی له غټو ستونزو سره مخامخوی، په داسی حال کې چې د ناټو قواو ې د ېاغی طالبانو د ماتولو لپاره خپلې هلی ځلی زېاتوی.

شېکاگو ټرېبېون لېکی چې دادارې فساد له امله ډېر خلک بېرته بنېاد گرو طالبانو ته ور ماتېږی. په مقاېسوی ډول هغوی د ادارې له پلوه په ادارې فساد اخته نه ول.

ورځپاڼه لېکی چې د طالبانو په برخه کې د هغوی د سختو قوانېنو ېادونه کېږی خو چا رشوت نه اخېسته. د هېواد په زېاته برخه کې امنېت موجود و.

د ادارې فساد اورشوت ورکول او ختمول ددې هېواد د اېنده لپاره ډېرمهم او حېاتی کار گڼل کېږی.

که څه هم جمهور رئېس کرزی داغوښتنه کړېده چې له اداری فساد سره مقابله وشی خو په دې برخه کې ډېر لږ بدلون په دې وروستېو کلونو کې راغلی دی.

د رشوت خوړلو معامله له ټېټی سطحی نه پېل کېږی.

د مثال په توگه د پولېسو ېومامور چې سل ډالره تنخواه لری. هغه به رشوت اخلی چې اېله د خپل خوراک او کراېې پېسی پېدا کاندی.

په همدی ډول رشو ت د حکومت د غټو چوکېو مامورانو ته هم وررسېږی.

ماهران واېې چې په افغانستان کې په عالېرتبه مشرانو کې ددفاع له وزېر نه نېولی د ښاغلی کرزی تر ورور او پخوانې لوی څارنوال پورې ماموران د رشوت په خوړلو او اخېستلو متهم دی.

خو تراوسه پورې هېڅوک هم له کوم جدی جنایی او قانونی اتهاماتو سره مخامخ شوې ندی. ددغه هېواد د ادارې فساد ضد دفتر څلور مېاشتی مخکی بند شوی و.

رپوټ واېې د ادارې فساد ضد کومېسېون او د مراقبت او څارنی او اداری فساد خلاف نوی دفتر چې د امنېتی ادارو کسان پکی شامل دی، ډېر اختېارات لری.

د تېرې ېکشنبی په ورځ د ښاغلی کرزی دفتر اعلان وکړ چې دی به په منظمه توگه ددغه کومېسېون په مېاشتنېو مجالسو کې اشتراک وکړی.

XS
SM
MD
LG