د لاس رسي وړ اتصالات

د نظامي معیوبینو لپاره مخصوص موټرونه 


امریکايي انجنیران د خپلو هغو عسکرو لپاره موټر جوړوي چې په جگړو کې یې پښې پري شوي دي.

د والټر لیډ نظامي روغتون مسئولین په جگړې کې د زخمي شویو عسکرو لپاره د خاصو موټرو د جوړولو پر پروژې باندې کار کوي.

کریسټوفر لیوي د امریکا هغه عسکر دی چې موټر یې په بغداد کې په بم ور برابر شوی و او په چاودنه کې یې پښې پرې شوي وې. دی اوس یو پیکپ موټر چلوي. کریسټوفر چې اوس کولای شي خپل مخصوص موټر وچولوي، وايي چې د روغتیا احساس کوي.

د امریکا د موټر جوړولو د ستر شرکت، جنرل موټرز تخنیکرانو د پوځ له انجنیرانو سره یو ځای د معیوبینو لپاره ددغه ډول مخصوصو پیکپونو د جوړولو لپاره کار کړی دی.

په دغو موټرو کې داسې ټکنالوژي نسب شوې لکه د ویډیو گېم په څېر موټروان کولای شي هر څه په لاس کنترول کړي او داسې ځانگړي وسیلې پکې نسب شوي چې له پښو پرته هم ددغو موټرو چلول امکان لري.

معیوب عسکر کریسټوفر لیوي وايي، که اکسلیټر دی او یا بریک دا دواړه زما په لاس کې دي

کیني گالاگر د پوهنتون د زده کوونکو د هغه ډلې مشري کوي چې ددغه ډول موټرو په جوړولو کې یې مرسته کړې ده. دی وايي، دغه خاص موټر له عادي موټر نه هیڅ کمی نلري.

دی وايي، کله چې پر دې پروژې باندې د کار کولو لپاره د رضاکارانو غوښتنه وشوه. نو لومړنی کس زه وم چې دې کار ته حاضر شوم.ځکه چې زه غواړم په دغه ډول بشري خیریه کارونوکې برخه واخلم.

امریکايان په دې مشهور دي چې له موټرو سره مینه لري. ځکه چې موټر داسې یوه وسیله ده چې دوی ته په ژوند کې ډیره آزادي ور په برخه کوې چې کولای شي هر وخت او هر ځای چې وغواړي ولاړ شي.

د والټر رییډ د روغتون رئیس وايي، د زخمي شویو عسکرو په تداوئ کې مهمه دا ده چې دغه عسکر وکولای شي یو ځل بیا د گرځېدو توان پیدا کړي.

دی وايي، کچیرې موږ وکولای شو چې دغه معیوبین د موټر جلب ته کښینوو نه په دې معنی ده چې دوی د ځغاستې توان پیدا کړی دی او دا د دوی په ژوند کې لوی بدلون دی.

دغه موټر عینا لکه د نورعادي موټرو په څیر گڼل کیږي او که موټروان اشتباه وکړي او ترافیکي قوانین مراعت نکړي نو د نورو موټرو په څیر دوی ته هم ترافیک ټیکټ ورکوي یا جریمه کوي یې.

دکریسټوفر تداوي ښه پرمخ نه تلله. خو له هغه راهیسې چې دی زخمي شوی، دا لومړی ځل دی چې کریسټوفر یو ځل بیا موټر چلوي. دی ډیرخوشحاله دی او وايي، داسې فکر کوي چې سره یې ژوند پیل کړی دی.

XS
SM
MD
LG