د لاس رسي وړ اتصالات

اېران په اټومی ټکنولوژی او توغندېو کې 'پرمختگ کړېدی'


د اېران مطبوعاتو نن رپوټ ورکړ چه اېران په کامېابئ سره فضا ته د کاوش دوه په نوم ېو راکټ توغولی دی. خو سمدستی لا په دی باب پوره تفصل نه دی ورکړ شوی.

کله چه اېران سږکال په فبرورئ کې هم شان ېو بل راکټ فضا ته وتوغاوه، د امرېکا حکومت اخطار ورکړ چه ددی ډول راکټونو ازموېنې به ددی باعث شی چه اېران په نړېواله سطڅه نورهم منزوی شی.

اېران واېې دا راکټونه ېې ددی لپاره فضا ته توغولی دی چې ځان د فضاېې مخابراتو او پلټنو په ساحه مخکی کړی او مصنوعی سپوږمئ فضا ته ولېږی.

همدا راز نن د اېران د اتومی پروگرام رېس غلام رضا اغا زاده اعلان وکړ چه فعلا اېران پنځه زره سېنټری فېوژونه لری.

ددی سېنټری فېوژونو نه معمولا د ېورانېمو دغنی کولو کار اخېستل کېږی.

داسی ښکاری چه اېران په دې ساحه کې ډېر پرمختگ کړی دی. غلام رضا ووېل چه اېران غواړی خپل کار ته دوام ورکړی.لوېدېزو هېوادونو څو څو واری د اېران نه غوښتلی دي چه ېورانېم دې نه غنی کوی.

ډېر امکان شته چه د اېران دننی اعلان په وجه به د اېران او غربېانو ترمنځ تشنج نورهم زېات شی.

هغوئ په اېران باند دا تور لگوی چعه غواړی اتومی بم تېار کړی اونور پټ عسکری پلانونه لری، خو اېران واېې چه ېواځی د سوله اېزو هدفونو لپاره ېې اتومی پروگرام شروع کړی دی.

XS
SM
MD
LG