د لاس رسي وړ اتصالات

د افغانستان او پاکستان ترمنځ د ګډ اقتصادي کمیسیون اوومه غونډه


ددی غونډی په پای کې د مالېې وزیرانو یو تړون لاسلیک کړ چې د دواړو هېوادو ترمنځ سوداګرېزي او ترانزیتي ستونزی اوارې شي.

د افغانستان د مالېې وزیر انوار الحق احدي له خپل پاکستاني سیال شوکت علي ترین سره یو ځای یوه خبري کنفرانس ته وویل چې افغانستان ته د پاکستان د کراچۍ بندر نه د مالونو په راوړلو کې ستونزې هوارولو کې مرسته وکړي.

د پاکستان د صدر اعظم د مالي چارو سلا کار او د مالېې وزیر شوکت علي ترین بیا وویل پاکستان به ژر په هغو ستونزو غور وکړي چې افغانستان ورته پدغه غونډه کې وړاندې کړي.

هغه وویل پاکستان په افغانستان کې د مرستو پروژې لري او په لسګونو افغان محصلینو ته به په خپل هېواد کې د زده کړو سکالرشیپونه برابر کړيانوار الحق احدي خبر ورکړ چې افغانستان پاکستان ته د ۱۹۶۵ کال د تړون د بیا کتنې په هدف یوه مسوده سپارلې.

پدغه مسوده کې د ترانزیت په برخه کې په یو لړ اصلاحاتو خبری شوي، د پاکستان د مالېې وزیر ددی مسودې په اړه وویل چې هېواد به یې ډېر ژر په اړه تصمیم ونیسي.

هغه وویل پاکستان ته هم د ۱۹۶۵ کال د تړون تازه کول مهم دي. د بیا ځلي تړون له مخې به پاکستان منځنۍ اسیا ته د افغانستان له لاری مالونه انتقال کړي.

دواړو چارواکو وویل له دی وروسته به په هرو شپږو میاشتو کې یو ځل ګډ اقتصادي کمیسیون سره غونډه وکړي.

XS
SM
MD
LG