د لاس رسي وړ اتصالات

په کابل کې د افغانو سودا گرو میرمنو کنفرانس پرانستل شو


نن په کابل کې د افغانو سودا گرو میرمنو کنفرانس پدی نوم چې په خصوصي سکتور کې ستونزې له منځه یوسي پرانستل شو.

ددی کنفرانس د جوړولو لپاره د صنایعو او تجارت اتاق، د ښځو چارو وزارت او افغانستان د سودا گرو میرمنو د فدراسیون لخوا هڅه شوی چې مالي لگښت یې د جرمني د تخنیک او همکارۍ د موسسې او صادراتو د انکشاف د ادارې لخوا ورکړل شوی و.

ددی کنفرانس د جوړیدو هدف همدا و چې د متشبثو افغان میرمنو د فعالیتونو په مخ کې خنډونه وڅیړل شي او د هغوئ ستونزې او وړاندیزونه په نښه شي او حکومت، پارلمان او نړیوالې ټولنې ته ورسول شي.

پدی کنفرانس د حکومت له لورې د جمهور رئیس مرستیال احمد ضیا مسعود او د تجارت وزیر میرمحمد امین فرهنگ گډون کړی و.

XS
SM
MD
LG