د لاس رسي وړ اتصالات

ډانلډ رمزفیلډ : په افغانستان کی باید د نن شرایط په نظر کی ونویل سي، نه هغه شرایط چی په عراق کی دوه کاله مخکی موجود وه


په عراق کی د امریکا د قواو د زیاتولو سره ناکراری ډېری کمی سوې، ځکه د پوځی قواوو زیاتول یو بریالیتوب وبلل سو.

ځینی مبصرین او د پوځی چارو ماهران وایی چی په افغانستان کی هم باید پوځی قواوي زیاتی سي. خو د امریکا د دفاع پخوانی وزیر وایی چی هر هیواد بېل بېل شرایط لری.

د نیویارک ټایمز ورځپاڼه د دفاع د پخواني وزیر ډانلډ رمزفیلډ له قوله وایی چی په عراق کی د امریکا د قواوو زیاتېدل په دې وروستیو کلونو کی یو له ترټولو مهمو پوځی بریالیتوبونو څخه وو.

دا پلان دونه بریالی وو چی اوس پر دې نظر باندی د ټولو اتفاق راغلی دی چی امریکا دي په افغانستان کی هم خپلی قواوی زیاتي کړی.

منتخب جمهور ریس بارک اوباما ویلي دي چی هغه به په افغانستان کی د قواوو شمېر زیات کړی او په انتخابتی مبارزه کی د هغه جمهوری غوښتونکي رقیب جان مکېن هم دغه خبره کوله.

ښاغلی رمزفیلډ وایی کله کله، البته په غلطه، زما په باره کی داسی فکر سوی دی چی زه گوا کی په افغانستان کی د قواوو د زیاتېدلو سره مخالف یم.

په داسی حال کی چی په عراق کی د قواوو یاتېدلو ښه کار ورکړ دې خبری ته باید متوجه یو چی په عراق کی د دغه بریالیتوب دپاره خاص شرایط موجود وه.

دا چی جمهور ریس بوش په ډېری زړه ورتیا سره فیصله وکړه چی په عراق کی د پوځیانو شمېر زیات کړي او په دې توگه په هغه هیواد کی امنیت ټینگ کړي دا پر ځای فیصله وه.

مهمه خبره دا ده چی دا نه یوازي پر ځای فیصله وه بلکه په ښه وخت کی وسوه.

د نیویارک ټایمز ورځپاڼه د ښاغلي رمز فیلډ له قوله لیکی چی تر دوه زره اوم کال پوری پرله پسې نښتو او جگړو د پوځی قواوو د زیاتېدلو ضرورت منځته راوړی وو.په عراق کی القاعده داسی ټروریسټی اقدامات کړي وه چی پخپله سنیان، چی د هغوی تر ټولو ټینگ ملگري وه د هغوی په مقابل کی درېدلي وه.

نتیجه دا سوه چی لومړی خو په کال ٢٠٠٦ کی د انبار په ولایت کی د القاعده په مقابل کی د ویښو قواوو ډلی جوړي سوې او وروسته د عراق په نورو برخو کی هم دغه ته ورته قواوي منځته راغلې.

د نیویاک ټایمز ورځپاڼه لیکی چی د کال ٢٠٠٣ څخه تر ٢٠٠٦ پوری د متحده ایالاتو پوځ د جنرال جان ابی زید او جنرال جورج کیسی تر رهبری لاندی د القاعده او بعثیانو ډلیو ته ډېر درانه تلفات اړولي وه. او د القاعده د مشر ابومصب زرقاوي په شمول په زرهاو ټروریسټان یې یا قتل کړل او یا یې ونیول.

دا چی جمهور ریس جورج بوش د کال ٢٠٠٧ د جنوری په میاشت کی عراق ته د نورو پوځیانو د لېږلو فیصله وکړه نو دا یې وښودله چی امریکا د عراق خلک ټروریسټانو او قاتلانو ته یوازي نه پرېږدی.

ډانلډ رمز فیلډ لیکلي دي چی موږ دې ته ضرورت لرو چی د افغانستان د خلکو سره هم دغه راز تعهد وکړو، مگر د دې معنی دا نه ده چی موږ به د همدغو تاکتیکونو او ستراتیژیو د لاري همدغه راز بری ترلاسه کړو.

دی وایی په افغانستان کی باید د نن شرایط په نظر کی ونویل سي، نه هغه شرایط چی په عراق کی دوه کاله مخکی موجود وه.

افغانستان ته د نورو پوځیانو لېږل ښایی لازم وي خو ښایی موږ د عراق په څېر نتیجه ورڅخه تر لاسه نه کړو.

هغه پېښی چی په عراق کی یې د امریکا د پوځیانو د زیاتېدلو تاکتیک بریالی کړ، هغه په افغانستان کی نسته.

د نیویارک ټایمز ورځپاڼه لیکی څه چی په افغانستان کی لازم دي هغه یو افغاني حل دی لکه څرنگه چی د ستونزو عراقي حل په هغه هیواد کی پرمختگ را ووست او نتیجه یې ورکړه. او که د قواوو زیاتېدل د ستونزو د حلېدلو سهر مرسته کوي نو باید چی افغانی قواوی زیاتی سی.

د نیویارک ټایمز ورځپاڼه د ډانلډ رمزفیلډ له قوله لیکی دې سوال ته چا جواب نه دی ورکړی چی په زرهاو نورو امریکایی عسکر به په افغانستان کی، چی اتیا زره میله مربع تر عراق لوی دی، د اوږدې مودې ثبات څرنگه راولي، په داسی حال کی چی امنیتی قواوي یې د عراق ایله څلورمه برخه کېږی.

د نیویارک ټایمز ورځپاڼه لیکی په افغانستان کی د عراق په څېر د تېلو منابع هم نسته او د هغه هیواد په څېر نوری اقتصادی گټی هم نه لری.

په افغانستان کی د مخدره موادو پراخ تجارت روان دی. په سرحد کی یې د پاکستان په خاوره کی د ټروریسټانو مرکزونه دي. په افغانستان او پاکستان کی قبایلی خلکو داسی نه ده ښودلې چی دوی غواړي په خپلو منځونو کی د یاغیانو پر ضد سره یو موټی سی، او دا هغه کار دی چی عربو قبایلو په عراق کی وکړ.

د نیویارک ټایمز ورځپاڼه د دفاع د پخواني وزیر ډانلډ رمز فیلډ له قوله لیکی چی افغانستان خارجی قواوو ته د ماتی ورکولو ډېر اوږد تاریخ لری او که متحده ایالات هلته خپل پوځیان زیات کړي نو تاوتریخوالی به نور هم ورسره زیات سی.

دی وایی په دې صورت کی نو یوازي تکړه داخلی قواوي دیاغیانو ښه چاره کولای سی. افغانی قواوی باید د ایتلاف د قواوو په ملاتړ د یاغیانو پر مرکزونو باندی حملې وکړي او خلک په دې قانع کړی چی د خپل حکومت سره د یاغیانو پر ضد همکاري وکړی.

ددې ترڅنگ باید د مخدره موادو پرلویو قاچاقبرانو باندی د القاعده او طالبانو په څېر حملې وسی. مگر که تاریخ ته گورو نو توندروانو او افراطیانو ته د سولي لاس غځول کومه گټه نه لری.

د نیویارک ټایمز ورځپاڼه د ښاغلي رمز فیلډ له قوله لیکی چی په پاکستان کی باید د القاعده او طالبانو پر مرکزونو باندی حملې دوام وکړی.

د پاکستان مقامات هم باید په خپلو پوځی او استخباراتی ادارو کی د طالبانو ملگري مقامات تجرید کړی. په څو هفتو کی د متحده ایالاتو د پوځی قواو نوی اعلی قوماندان بارک اوباما خپله وظیفه اشغال کړي او باید چی هم دوخت شرایط په نظر کی ولری او هم د شرایطو سره خپل ټول اقدامات عیار او برابر کړي او دا پوځی بریالیتوب راز دی.

د بري دپاره یوه واحده نسخه نسته. ضرور نه ده چی د پوځی قواوو زیاتول دي خامخا کار ورکړی. د یوه سړي دپاره جوړی سوي جامې پر هر سړي نه راځي.

XS
SM
MD
LG