د لاس رسي وړ اتصالات

د ټورنټو سټار ورځپاڼي  - پوښتنی د ملا عمر سره د سولي د خبري په باب


د ټورنټو سټار ورځپاڼی په خپله سرمقاله کی پوښتنه کړې ده چی جمهور ریس حامد کرزی په خپله دې خبره کی جدی وو چی ویل یې که د طالبانو مشر ملا محمد عمر د سولی له خبرو سره موافقه وکړي، نو بیا به د هغه د سر د سلامتی ذمه ووهی؟

ایا په کندهار کی د کاناډا پوځیان دې ته تیاری وکړي چی د هغه ښار کیلی یاغیانو ته وسپاري؟

ایا ملاعمر د کال ٢٠٠١ د سپټامبر د یوولسمی د ټروریسټی حملو څخه مخکی او وروسته د اسامه بن لادن ملگری نه وو؟

او ایا په دغه هفته کی د اسامه بن لادن مرستیال ایمن الظواهري منتخب جمهور ریس بارک اوباما خانه زاد غلام ونه باله.

ایا کرزی فکر کوی چی له ملاعمر څخه اعتدال خوښونکی سړی جوړ سوی دی او روغی جوړي ته حاضر دی؟ چنداني نه.

مگر کرزی یو هوښیار سیاستمدار دی. دا چی کرزي د یکشنبې په ورځ د ملاعمر د سر د سلامتی ذمه ووهله زیاتره یې مطلب د هغه سره روغه جوړه نه بلکه د هغه تجریدول وه.

د کرزي مطلب یوازي ملا عمر نه بلکه نور کسان هم وه.

د ټورنټو سټار ورځپاڼه لیکی کرزی په راتلونکي کال کی د جمهوری ریاست له انتخاباتو سره مخامخ دی او هیله لری چی ځان سوله خوښونکی معرفی کړي او د جنگ څخه ستړي افغانان دغه راز دریځ خوښوی.

ښاغلي کرزي په همدغه وخت کی دوهمه درجه طالبانو ته هم خواست کړی وو چی که هغوی د القاعده او افراطیانو سره اړېکی وشلوي نو د هغوی د سر د سلامتی ذمه به ووهی.

ځینی به مخکی له هغه چی منتخب جمهور ریس بارک اوباما په افغانستان کی خپل پوځیان زیات کړي او په نتیجه کی جنگونه نور زور هم واخلي، د کرزي سره همکاری ته حاضر سی.

د ټورنټو سټار ورځپاڼه لیکی ملا عمر په ډېری سر زوری د کرزي دغه پېشنهاد رد کړ.

دا کار ښایی د عادی افغانانو خوښ نه سي او د طالبانو هغه ډلي یې هم ښایی ونه منی چی د القاعده سره اړېکی نه لری.

ورځپاڼه لیکی چی افغانان دا دی گوري چی ملاعمر تر تعقیب لاندی دی او پر سر یې لس میلیونه ډالره انعام پروت دی او چی تر څو پوري اویا زره خارجی پوځیان د کرزي شاته ولاړ وي هغه کرزی را پرزولای هم نه سي.

دوی گوري چی پاکستان پر القاعده او نورو خارجی توندروانو باندی حملې کوی، او دوی پوهېږی چی اوباما به ډېر ژر هغه پوځیان چی له عراق څخه یې را باسی افغانستان ته لېږی.

او کله چی په سعودی عربستان کی د افغانستان حکومتی مقامات او د طالبانو دوهمه درجه مشران خبری سره کوي نو دا ټولی خبری به هلته خپله اغېزه ښندي. ملا عمر چی هره ادعا کوي هغه کولای سي خو جنگ او حملې د حل یوازینی لاره نه ده.

XS
SM
MD
LG