د لاس رسي وړ اتصالات

د پژواک خبري آژانس کارکوونکو نړیواله جایزه وگټله


د ژورنالستانو د حقونو د دفاع یوه نړیوال سازمان هغو پنځو تنو ژورنالستانو ته جایزې ورکړي چې سخت مشکلات یې گاللي دي.

په دې ژورنالستانو کې یو هغه عکاس هم شامل دی چې دوه کاله یې په عراق کې د امریکايي قواوو په زندان کې تیر کړي دی.

د ژورنالستانو د دفاع دغه سازمان بلال حسین ته د مطبوعاتو د آزادئ نړیواله جایزه ورکړې.

ښاغلي حسین د اسوشیټډ پرس خبري آژانس ته د عکاس په توگه کار کاوه چې امريکايي قواوو ونیوه. عسکرو د هغه په خلاف محکمې ته عریضه نه ده کړې.

د افغانستان د پژواک خبري ‏آژانس رئیس دانش کړوخیل او ددغه آژانس مسئول مدیرې فریدې نیکزاد ته هم د مطبوعاتو د آزادئ جایزه ورکړل شوې ده.

د ژورنالستانو د دفاع دغه سازمان وايي، میرمن نیکزاد په خپل هیواد کې د یوې ژورنالستې په توگه، په دوامدار ډول ستونزې گاللي دي او د بیان د آزادئ او د ښځینه ژورنالستانو د حقونو لپاره یې دوامداره مبارزه کړې ده.

د یوگېنډا او کیوبا دوو تنو ژورنالستانو ته هم جایزې ورکړل شوي دي.

XS
SM
MD
LG