د لاس رسي وړ اتصالات

په کابل کی د موټر بم په چاودنه کی څلور تنه وژل شوي دي


افغان مامورین وایی چی یوه ځان مرگه خپل موټر بم په کابل کی د امریکا سفارت ته نژدې وچاوه، څلور تنه یې ووژل.

د روغتیا د وزارت یوه نطاق وویل چی په دې حمله کی ١٨ تنه زخمي شوي هم دي.

مخکي د افغانستان جمهور رئیس حامد کرزي ویلي و چی دی غواړي په افغانستان کی د امریکا هوایي حملې بندي سی، مگر دا کار د ده تر وس وتلی دی.

ښاغلي کرزي دا وینا پرون د چهارشنبې په ورځ په کابل کی د ناتو د عمومي منشي یاپ دي هوپ شیفر سره په خبري کنفرانس کی وکړه.

ښاغلي کرزي د سه شنبې په ورځ د ملگرو ملتو یوه هیات ته چی افغانستان ته په سفر تللی وویل چي نړۍ واله ټولنه باید په افغانستان کی د جگړې د ختمولو د پاره یو مهال ویش وټاکي.

مگر د امریکا د بهرنیو چارو وزیري کاندولیزا رایس دلته په واشنگټن کی وویل چي جگړو ته مهال ویشونه نه سی ټاکل کیدای.

بل پلو، نن په سلگونو افغانانو په کابل کې مظاهره وکړه او په جگړو کې د ښکیلو ټولو ډلو یې وغوښتل چې جگړې بندې کړي.

په دغو مظاهرو کې چې د پارلمان یو شمیر غړو هم گډون کړې و د جگړې ضد شعارونه یې ورکول او په هیواد کې د میشتو بهرنیو ځواکونو یې غوښتنه کوله چې د بی گناه خلکو د وژنې مخنوی وکړي.

د افغانستان سراسری ملي جرگه چې ددی لاریون جوړونکی وه د هغو کسانو د محاکمې غوښتونکی شوه چې د تروریزم په نوم یې ملکي خلک وژلي دي.

په پریکړه کې لیکیل شوي چې خارجي قوتونه باید ملکي سیمې بمبارد نه کړي او د طالبانو غوښتنه شوی چې د ملکي خلکو د استوگنو د سیمو نه د مرچلې په توگه استفاده ونه کړي.

XS
SM
MD
LG