د لاس رسي وړ اتصالات

په نیویارک باندې د القاعدې شبکې 'احتمالي تروریستي پلان'


د امریکا د فدرالی ادارې مقاماتو امنیتي چارواکو ته د نیویارک دننه او شاو خوا سیمو په ترانزیتي سیستم باندې د القاعدې شبکې د یوی تروریستي طرحې د احتمالي پلان په اړه خبردارې ورکړې.

په یوه گډه اعلامیه کې چې د امریکا د کورنیو چارو وزارت او د پلټنو د فدرالي ادارې یا اف بي آی لخوا خپره شوی وایې، امریکایي مقاماتو ته باوري خو بې بنسټه اطلاعات رسیدلي چې په راتلوونکو عمومي رخصتیو کې د یو تهدید خبرداری ورکوي.

اعلامیه وایې د رپوټ له مخې ممکنه ده چې د القاعده شبکې غړو د سیپتمبر په وروستیو کې پر نیویارک د حملې کولو خبرې کړي وي.

رپوټ وایي په دې تروریستي طرحه کې ښایي د ځانمرگو بریدونو، یا د اورگاډو او میترو په سیستم کې د چاودیدونکو موادو د استعمال نه کار واخیستل شي.

خو اعلامیه وایې چې چارواکي داسې مشخص جزیات نه لري چې دا دسیسه تائید کړي. چارواکي وایي دوی دا خبرداری د امنیتي مقاماتو د احتیاطي عملیاتو لپاره ورکړی دی.

XS
SM
MD
LG