د لاس رسي وړ اتصالات

کرزی: افغانان نور ددی ځواک نه لري چې په بې بنسټه جګړه کې وسوځیږي


د ناټو عمومي مشر وایي په افغانستان کې ملکي وګړو ته د مرګ ژوبلې مسئلې اندېښمن کړي او خپل زیار به باسي تر څو په هوايي بمباریو کې عام خلک ونه وژل شي.

پاپ دی هوپ شیفر، د ارګ په ماڼې له حامد کرزي سره ولېدل او په ګڼو موضوعاتو یې ورسره خبری وکړې. وروسته دواړو مشرانو په یوه خبري کنفرانس کې برخه واخېسته.

کرزي پدی خبري کنفرانس کې د امنیت شورا د رالیږلي پلاوي استازو ته د خپلو خبرو توضیح ورکړه، او وی ویل چې ده له هغوی ندي غوښتي ترڅو د نړیوالو ځواکونو د وتلو مهال ویش وټاکي.

ولسمشر زیاته کړه د امنیت شورا غړو ته یې ویلي تر څو د بریالیتوب لپاره وخت په نښه شي. هغه زیاته کړه افغانان نور ددی ځواک نه لري چې په بې بنسټه جګړه کې وسوځیږي.

کرزي یو ځل بیا په وسلوالو طالبانو غږ وکړ چې په سوله کې ور ګډ شي. هغه وویل طالبانو ته د مصونیت مسله د افغاني عنعناتو له مخې کوي.

د ناټو عمومي مشر د ملکي تلفاتو په اړه وویل چې ځواک یې دا کار په قصدي توګه نه کوي او دی سخت د ملکي وګړو په وژنه خواشینی دی.

یاپ دی هوپ شیفر وویل په افغانستان کې له مهمو ګواښوونو سره مخ دي ولې بیا یې هم یو لړ ښه پرمختګونه کړي.

هغه وویل دوو کارونو ته باید زیاته پاملرنه وشي.

د نړیوالې ټولنې ترمنځ ښه همغږي او د افغان امنیتي ځواک ښه تجهیز او روزنې ته اړتیا ده. له وسلوالو سره د سولې په اړه شیفر په ډاګه کړه که نور جګړی ته اړتیا نه وي او سوله په خبرو راتللای شي نو د افغانستان د حکومت له هر تصمیم نه د ناټو د عمومي مشر په توګه ملاتړ کوي.

یاپ دی هوپ شیفر د افغانستان د راتلونکو ټاکنو په اړه هم خبری وکړی او وی ویل چې د افغانستان لپاره زیاتې مهمې دي.

د ناټو د عمومي مشر یاپ دی هوپ شیفر سفر پداسې حال کې افغانستان ته شوی چې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د حقیقت موندنې پلاوی لا هم په افغانستان کې دی.

دغه پلاوی د بیارغونې د پرمختیا او د امنیتي کړکېچنې وضعې ارزونه کوي.

XS
SM
MD
LG