د لاس رسي وړ اتصالات

منموهن سنگه: د ممبئی د حملو د عاملینو مرکز، له ملک نه بهر دی


د هند صدر اعظم، من موهن سنگه واېې ددغو حمله کوونکېو مرکز له ملک نه بهر دی. په هند کې د ددغه هېواد په ستر ښار ممبئی باندی چې مالی مرکز ېې هم بولی دڅو وسله والو ډلو له خوانه د چارشنبه په ماښام ډېرې منظمی حملی وشوې.

ښاغلی سنگ نن د پنجشنبی په ورځ، ېوه ورځ وروسته له هغه نه چې وسله والو کسانو په لسو ځاېونو باندی حمله وکړه، دا خبرې وکړی.

په دغه حمله کې تقرېبا سل کسان تر اوسه پورې، مړه شویدی او ٣٠٠ به زخمی شوی دی.

ښاغلی سنگ د کوم هېواد نوم وانه خېست خو وې وېل چې دی خپلو گاونډېو هېوادونو ته دا واېې چې دهند په خاوره کې به د ترورېستی حملو کول ونه زغمل شی.

ښاغلی سنگه په داسی وخت کې خبری کولی چې د هند امنېتی قواو د ډېرو عصری او لوکسو هوټلونو لکه د تاج محل قصر د برمته شوو کسانو د خوشی کولو لپاره کوششونه کول، او د پاتې ټوپک والاو د نېولو لپاره هلی ځلی روانی وی.

د ټوپکو ډزې او د چاودنو گړزهار په دغو هوټلونو کې اورېدل کېده. د تاج محل په هوټل کې اور ولگېده او د اور شغلو دغی تارېخی ودانی ته سخت زېان ور واړاوه.

پولېسو کوشش کاوه چې د ېهودانو په ېوه مرکز شبد کې مقابله او جنجال ختم کړی.

د چارشنبی په ورځ ناوخته ېوې ډلې برېد کوونکېو له ماشېندارو او لاسی بمو نو سره په څو ځاېونو کې چې خارجېان او تجارات پکی اوسېدل حمله وکړه. په دغو ځاېونو کې هوټلونه او د اورگاډو تم ځاېونه هم شامل وو.

عېنی شاهدان واېې چې ټوپک والا دامرېکا اوبرتانېې په تبعه و پېسی گرځېدل. دهند ځاېې ورځپاْڼی رپوټ ورکوی چې د د مجاهدېن دکن په نامه ېوې ډلې ددغو حملو مسسولېت په غاړه اخېستی دی.

XS
SM
MD
LG