د لاس رسي وړ اتصالات

د طالبانو یو پخوانی نطاق وژل شوی


د افغانستان چارواکي وایي وسله والو کسانو چې د افغانستان د اردو جامې یې اغوستي وې د طالبانو یو پخوانی نطاق محمد حنیف د افغانستان په ختیځ کی په خپل کور کی وواژه .

هغه په ٢٠٠٧ کال کی افغان چارواکو بندی کړی و او د سږ کال په سر کی یې بیرته خوشې کړ .

له بلې خوا، په کابل کی قهرجنو خلکو وروسته له هغه چی خارجي عسکرو په یوه موټر باندی ډزي وکړې او لږتر لږه یو ملکی سړی یې وواژه او څو نور یې زخمي کړل ، په پولیسو باندی د ډبرو واري وکړل او د امریکا په خلاف یې شعارونه ورکړل .

دا لا نه ده معلومه چی خارجي عسکرو ولی په دې موټر باندی ډزي وکړې .

د پنجشنبې په ورځ یوه ځان مرگه خپل موټر بم په کابل کی د امریکا سفارت ته نژدې وچاوه ، څلور افغانان یې ووژل او ١٨ نور یې زخمیان کړل .

XS
SM
MD
LG