د لاس رسي وړ اتصالات

القاعدې د روغي جوړي خبرې غندلي دي


د القاعدې دوهم مشر ایمان الظواهري پرون د پنجشنبې په ورځ یوه نوې ویډیو په انټرنیټ کی خپره کړې او په هغې کی یې د افغانستان په حکومت او په هغه ملک کی د امریکا په ماموریت باندی انتقادونه کړي دي .

هغه ویلي دي چی د افغانستان د حکومت هغه کوششونه چی غواړی د طالبانو سره خبري وکړی د هغه د کمزورۍ نښه ده .

طالبانو ددې میاشتي په سر کی د سولي د خبرو په باب د جمهوررئیس حامد کرزي پیشنهاد رد کړی و .

ظواهري دا هم ویلي دي چی په افغانستان او د پاکستان په قبایلي سیمو کی د امریکا ماموریت د ناکامۍ سره مخامخ دی . هغه وایي په عراق کی چی امریکا څه تر لاسه کړي هغه ټول موقتي دي .

ظواهري وویل هغه رپوټونه چی وایی القاعده بیگناه خلک وژني د لویدیځ پروپاگنډ دی .

XS
SM
MD
LG