د لاس رسي وړ اتصالات

پاکستان د ممبۍ د حملو د تحقیقاتو سره مرسته کوي


پاکستان موافقه کړې چی د خپلو استخباراتو رئیس هند ته ولیږی چی د هغو ادعاگانو په باب تحقیقات وکړی چی وایی هغو یاغیانو چی په ممبۍ کی یې حملې وکړې ، د پاکستان سره ارتباط لری .

د هند د بهرنیو چارو وزیر پراناب موکرجی نن د جمعې په ورځ خبریالانو ته وویل چی داسی شواهد موجود دی چی ښئي حمله کونکو د پاکستان سره اړیکي درلودې .

مخکی د هند صراعظم من موهن سینگ ویلي و چی دا څرگنده ده چی د یاغیانو ځای د هند نه بهر دی ، که څه هم چي هغه د پاکستان نوم وانه خیست .

د پاکستان صدراعظم یوسف رضا گیلاني د ښاغلي سینگ ددې خبري په جواب کی د همکارۍ کولو غوښتنه وکړه او ویی ویل چی د پاکستان د استخباراتو رئیس احمد شجاع پاشا به د تحقیقاتو د پاره ور واستوی .

ښاغلي گیلانی نن د هند د صدراعظم سره په تلیفون کی خبري وکړې او د یاغیانو سره په جگړه کی یې خپل ملاتړ ورته څرگند کړ .

XS
SM
MD
LG