د لاس رسي وړ اتصالات

د طالبانو قومندان په غزني کې وژل شوی


افغان او ایتلافي قواوې وايي، د غزني په ولایت کې یې د عملیاتو پر وخت د طالبانو یو قومندان چې چادري یې پر سر کړې وه، وژلی دی.

د پوځ په یوې خبرپاڼې کې ددغه قومندان نوم حاجي یعقوب ښودل شوی چې له دریو نورو تندروانو سره یو ځای وژل شوی دی.

په خبرپاڼې کې ویل شوي، عسکرو له یوې ډلې ښځو څخه یې پوښتنې کولې، پر حاجي یعقوب ور برابر شول چې ځان یې په چادرۍ پیچلی و.

قواوې وايي، نوموړی په سیمه کې په ځانمرگو او نورو حملو کې لاس لري.

ها خوا د هلمند په ولایت کې ایتلافي قواوې وايي، یوه جگړه هغه وخت ونښته چې د دوی پر یوې گزمې حمله وشوه. د پوځ په یوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې په دغه جگړه کې ٣٣ طالبان وژل شوي دي.

XS
SM
MD
LG