د لاس رسي وړ اتصالات

د ممبئ محاصره پای ته ورسېده


د هندي قواوو د عملیاتو په نتیجه کې د ممبئ پر ښار باندې یوه تروریستي حمله پای ته رسېدلې ده.

اوس ټول پام د پیښې نه ژوندي پاتې شویو کسانو ته د مرستې رسولو، د اوښتو زیانونو جبران او د حمله کوونکو معلومولو ته اوښتی دی.

د عملیاتو په وروستي پړاو کې د تاج محل په هوټل کې د تندروان د ډلې ټول غړي وژل شوي دي.

دغه مجلل هوټل ته سخته صدمه رسېدلې ده. امنیتي قواوې د هوټل په داخل کې په ژوندي پاتې کسانو پسې کوټه په کوټه گرځي.

د تاج محل په هوټل کې دغه عملیات نن د شنبې په ورځ پای ته ورسېدل. دوه ورځې مخکې، د تندروانو څو ډلو د ممبئ د ښار پر څو هدفونو باندې حمله وکړه. په پیښه کې تقریباً ٢٠٠ کسان وژل شوي چې ٢٢ تنه یې بهرنیان دي.

په وژل شویو کسانو کې د هند عالي رتبه امنیتي چارواکي هم شامل دي. د هند پر تلویزیونونو باندې د وژل شویو کسانو د جنازې مراسم ښودل کیږي.

د جمعې په ورځ، هندي کمانډو عسکرو د اوبیرای په هوټل کې او د چبد هاوس په نامه د یهودانو په یوه مرکز کې د حمله کوونکو مقاومت ختم کړ.

ددغه درې ورځنۍ محاصرې په جریان کې لږ تر لږه ١١ تندروان وژل شوي او یو تن یې نیول شوی دی.

چارواکو تر اوسه د حمله کوونکو هویت نه دی ښودلی خو د امریکا د استخباراتو ادارې ویلي، دا کیدای شي د پاکستان د لشکر طیبه د تندروې ډلې کار وي. هندي چارواکي هم گمان کوي چې ښايي حمله کوونکي د پاکستان وي.

خو د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي نن په اسلام آباد کې یوه خبري کنفرانس ته وویل چې د حملې په باب په تحقیقاتو کې به له هند سره مرسته کوي.

د وزارت په یوه خبرپاڼه کې له هندي چارواکو غوښتنه شوې ده چې د تور لگولو نه لاس واخلي.

XS
SM
MD
LG