د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا لیبیا ته خپل سفیر وټاکه


متحده ایالاتو له ٣٦ کلونو وروسته په لومړي ځل د لیبیا لپاره خپل سفر ټاکلی دی. چارواکو ویلي دا اقدام به د دواړو ملکونو تر منځ اړیکې نورې هم ښې کړي.

د بهرنیو چارو د وزارت په یوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې د سفیر په توگه د جین کرټز انتخابېدل به په لیبیا کې د امریکا د منافعو نمایندگي وکړي.

د امریکا د مشرانو جرگې تیره اونۍ د سفیر په توگه د کرټز ماموریت تصویب کړ او هغه به د دسمبر په ١٧مه د وفادارئ لوړه وکړي.

امریکا له هغه یوه میاشت وروسته لیبیا ته خپل سفیر انتخاب کړی دی چې د لیبیا حکومت د هغو تروریستي حملو د قربانیانو کورنیو ته نږدې یو نیم میلیارد ډالر تاوان ورکړ چې لیبیا یې تر شا لاس درلود.

په دغو حملو کې په ١٩٨٨م کال کې د سکاټلنډ کې د امریکا د یوې الوتکې راغورځول او په ١٩٨٦م کال کې د برلین پر یوه نڅا ځای باندې حمله شامله ده.

XS
SM
MD
LG