د لاس رسي وړ اتصالات

د کابل ښار په ځان مرگی برید کي دوه تنه ووژل شول


افغان چارواکی وایی چی په کابل کی د جرمنی د سفارت یوه موټر ته نژدی په ځان مرگی حملی کی دوه محلی ملکی خلک ووژل شول.

پولیس همدا شان وایی چی په دی حمله کی دری کسه نور زخمی شوی چی هغوی هم ملکی خلک وو.

بل پلو، چارواکی وایی چی یاغی طالبانو دوه هغه افغان ژورنالستان راخوشی کړی دی چی د زابل په ولایت کی د عمومی سړک نه برمته شوی وو.

د اسوشیتد پرس خبری آژانس د طالیانو د نطاق قاری یوسف احمدی له قوله وایی چی د طالبانو عالی محکمی پریکړه وکړه چی دغه دوه کسان بی له قیدو شرطه خوشی کړی ځکه چی هغوی ژورنالستان دی.

په یو بله پیښه کی، پولیس وایی چی د کندهار په ښار کی د سړک د غاړی د بم په چاودنه کی د خارجی امنیتی شرکت یو افغان مامور وژل شوی دی.

همدا شان، افغان او د امریکا په مشری د اییتلاف قواووی وایی چی د شنبی په ورځ یی کابل ته نژدی په عملیاتو کی تقریبآ ١٦ کسه یاغیان وژلی دی.

او نن، د کورنیو او دفاع د چارو مسولینو په یوه گډ خبري کنفرانس کې په کابل کی د ایساف د سیمه اییز زون د قواو قوماندان سره د ایساف او افغان قواو تر منځ د هم غږۍ او د کابل د ښار د امنیت د تامین په سر خبرې وکړې.

پدغه خبري ناسته کې جنرال میشل او د امنیت د لوا قومادنان او د برید جنرال محمد عمر ځدران، برید جنرال محمد عمر ځدران او د کابل امنیه قوماندان محمد ایوب سالنگي برخه اخیستې وه.

جنرال میشل وویل له هغه راهیسي چی د کابل امنیت د افغان قواو په لاس کنترولیږي په ښار کې د د مرگ ژوبلو پیښو شمیر کم شوی دی.

هغه وویل په اگست کې اته پنځوس پیښې په سپتمبر کې دری څلویښت پیښې شوی او د اکتوبر په میاشت کې یوازی اولس پیښې تر سترگو شوی دی.

XS
SM
MD
LG