د لاس رسي وړ اتصالات

د هند جواهر لال نهرو په ١٩٥٧ کې...


د هند صدر اعظم، جواهر لال نهرو د کال ١٩٥٧ د نومبر پر اوه ویشتمه په نوي ډهلي کی په یوه احساساتی وینا کی د اټومی بې وسلو کولو خواست وکړ.

د خپلواک هند لومړنی صدر اعظم، جواهرلال نهرو، په کال ١٨٨٩ کی د هند د اله اباد په ښار کی زېږېدلی وو. خپل تحصیلات یې په برټانیه کی پای ته ورسول او په کال ١٩١٢ کی هند ته ستون سو او دمدافع وکیل په حيث یې خپله وظیفه اشغل کړه.

کله چی په کال ١٩١٩ کی د برټانیې قواو په امرتسر کی ٣٧٩ تنه یې وسلې خلک قتل عام کړل نو نهرو فیصله وکړه چی خپل ژوند د هند د خپلواکی گټلو ته وقف کړی.

د دوهم عمومی جنگ څخه وروسته نهرو په هغو خبرو کی برخه واخیستله چی د هند نیمه وچه پر پاکستان او هندوستان باندی ووېشله سوه.

نهرو په کال ١٩۴٧ کی د مستقل لومړنی صدر اعظم سو.

وروسته درې ځله پرله پسې د صدر اعظم په حيث انتخاب سو او د هند ډېر محبوب مشر وو.هغه په ډېرو سختو کلونو کی، چی د هندوانو او مسلمانانو ترمنځ خونړي جنگونه پکښی وسول، په ډېری هوښیاری د هند رهبری وکړه.

نهرو د ساړه جنگ په وخت کی د هند د بېطرفی طرفداري کوله او له نورو هیوادونو سره په لانجو کی یې د ډیپلوماټیک او سوله ایز حل غوښتنه کوله.

نهرو د کال ١٩٥٧ د نومبر پر اوه ویشتمه متحده ایالاتو او شوروی اتحاد ته خواست وکړ چی د اټومی وسلو په له منځه وړلو بنا وکړی.

ده ویل چی ددغو وسلو له منځه وړل کېدل به انسانان له فاجعې څخه وساتی. نهرو په کال ١٩٦۴ کی وفات سو.

XS
SM
MD
LG