د لاس رسي وړ اتصالات

د مستقل قضائې سیستم لپاره د پاکستان د حقوق پوهانو تحریک په امریکا کې ملاتړ لاس ته راوړی دی


د مستقل قضائې سیستم لپاره د پاکستان د حقوق پوهانو تحریک په امریکا کې ملاتړ لاس ته راوړی دی.

په داسی حال کې چې د پاکستان مشرانو د اسلامی افراطیانو په خلاف مبارزه پیل کړیده، په جمهور رئیس اصف علی زرداری باندی د هیواد د قضائې قوی له خوا سیاسی فشار دی.

په امریکا کې پخوانی لوی څارنوال رمزی کلرک وایی، دی پاکستان ته ځی چې هلته د حقوق پوهانو په مبارزه کې گډون وکړی چې د هیواد لوړرتبه قاضی بیرته پخپل ځای مقرر کړی.

د سترې محکمې رئیس افتخار چودری پخوانی جمهور رئیس، پرویز مشرف، د اضطراری حالت په وخت کې برطرف کړی و. د پاکستان کورنی جنجال د افراطیانو په خلاف ددغه هیواد په مبارزی باندی اغیزه لری.

د پاکستان جمهور رئیس اصف علی زرداری د سیاسی فشار سره مخامخ دی. له یوې خوا نه دی هیله لری چې خپل هیوادوال پدی قانع کړی چې د اسلامی افراطیانو په خلاف جگړه ددوی خپله جگړه ده.

له بلی خوا نه دی په عام محضر کې له امریکا نه غواړی چې د افراطیانو په خلاف یواړخیزی حملی بندی کړی چې دهغه خلک په غصه کوی.

په کورنی سیاست کې د ننه لا تر اوسه پوری د حقوق پوهانو تر فشار لاندی دی چې قاضی القضات افتخار چودری بیرته پخپل ځای مقرر کړی چې دپنځوسو نورو قاضیانو سره یوځای په غیر قانونی توگه برطرفه کړی شوی وو.

حقیقت دا دی چې ددغو پنځوسو قاضیانو نه پنځه څلویښت ئې بیرته په قضائې سیستم کې شامل شویدی، سره لدی هم دغه تحریک خپلی مبارزی ته دوام ورکوی.

د جورج ټاون په پوهنتون کې د حقوقو محصلینوته دقانون د حاکمیت په باره کې وینا وکړه. هغه او نور مشران غواړی چې د واشنگټن له حقوق پوهانو ملاتړ لاس ته راوړی.

د پاکستان یو لوړ رتبه مدافع وکیل اطهر میناله پدی هفته کې د جورج ټاون د حقوقو محصلینوته وویل، پاکستانی حقوق پوهانو داینټرنټ له لاری دامریکائې حقوق پوهانو دمرستی لاس ته دراوړلو غوښتنه کړیده.

اطهروائې: "محصلین چې د امریکا په بیلابیلو پوهنتونونو کې درس وائې، دوی یوډول شبکه جوړه کړیده او یو ډول ونډه اخلی چې دی کار زه حیران کړی یم."

یو د دا رنگه ملاتړ کوونکو نه دبشری حقوقو مبارز جونا ډیوس دی چې په هغه اوږده مارش کې ئې برخه اخیستی وه چې دتیر جون په میاشت کې پاکستانی حقوق پوهانو کړی و.

جوناډیوس وائې: "په قطعی توگه به زه دا خبره وکړم چې د ډیموکراسۍ او دقاضی القضات دبیا مقرر ی لپاره دتحریک نه لاس وانخلی. پکار ده چې خلک واقعی بینه اوسی دا به دیو شاواروز کارنوی."

میناله وائې، که د پاکستان پارلمان قاضی القضات ته بیرته خپل مقام ورنکړی نو په پاکستان کې به قاضی سستم هیڅکله مستقل نوی.

اطهروائې: "هر قاضی چې د بر طرفه شوی قاضی القضات افتخار محمد چودری او نورو قاضیانو او ددوی دکورنیو مثال او سرنوشت یادوی نو هیڅ قاضی به دی ته زړه ښه نکړی چې مستقل اووسی. ددغه تحریک مشر اعتزاز احسان چې دستری محکمې لوړ رتبه مدافع وکیل هم دی، وائې، یومستقل قضائې سیستم هم باید په پاکستان کې داسلامی افراطیانو په خلا ف مبارزه وکړی.

اعتزاز احسان وائې: "خلک د هغه نظام سره نه ملگری کیږی او مخ ورنه اړوی چې دبی طرقه قضاوت توان ونلری او د طالبانو په څیر بی رحمه سستم ومنی. ځکه نو د طالبانو په خلاف مو مهمه مبارزه وبیالوده."

مگر په واشنگټن کې د بروکنگز د مؤسسې غړی سټیفن کوهن د جمهور رئیس زرداری حکومت ته دا امتیاز ورکوی چې په پاکستان کې ئې ثبات راوست.

ښاغلئ سټیفن وائې: "یو قوی مرکزی حکومت ئې جوړ کړاو په اکثرو صوبو کې ئې باثباته ائتلاف حکومتونه جوړ کړل. که څو میاشتی مخکې پاکستان ته نظرو اچول شی نو دا یو حیرانونکی کار دی."

او په داسی حال کې چې دغه بحث روان دی، برطرفه شوی قاضی القضات د یو مستقل قضائې سستم لپاره خپلی مبارزی ته دوام ورکوی.

هغه په واشنگټن کې د جورج ټاون د حقوقو محصلینو ته وویل، دارنگه ماموریت وخت نیسی او زیاتوی: "د امریکا دنولسوه پنځوس دلسیزی ستره محکمه دنولسوه دنوی دلسیزی دسترې محکمې سره توپیر لری، لکه د هند د نولسوه داتیا دلسیزی ستره محکمه ،ددغه هیواد داوسنی دسترې محکمې سره مقایسه کیدای نشی."

ښاغلې چودری هیله لری چې دغه مبارزه به چې تیرکال د پاکستان دعادی خلکو دحقوقو او امتیازاتو لپاره پیل شوی وه، دوام ولری.

دی وائې، دا په کستان کې دواقعی ډیموکراسۍ درواجولو لپاره مهمه ده او دا مبارزه ددی لپاره نده چې خپله وظیفه بیرته لاس ته راوړی مگر غواړی چې په پاکستان کې مستقل قضائې سستم بیرته خپل ځای ونیسی.

XS
SM
MD
LG