د لاس رسي وړ اتصالات

په افغانستان کی د اپیمو کښت او کرونده 'په سلو کی شپږ کمه سوې ده'


په افغانستان کی د مخدره موادو کښت او کروندې د لوېدیځو هیوادونو او نړی والو موسسو سره اندېښنه پیدا کړې ده. خو د لاس انلجس ټایمز ورځپاڼی وایی چی په افغانستان کی د اپیمو کښت او کرونده په سلو کی شپږ کمه سوې ده.

د لاس انجلس ټایمز ورځپاڼی لیکلي دي چی په افغانستان کی له یوې خوا د اپیمو د کښت او کروندې د له منځه وړلو د پاره پراخ عملیات او اقدامات سوي دي او له بلی خوا د وچ کالی په نتیجه کی د خوراکی موادو، په تېره بیا غنمو بیه لوړه سوې ده او دا پخپله د کوکنارو د کښت د کمېدلو یو لوی علت سوی دی.

د لاس انجلس ټایمز د ورځپاڼی خبریالانو جیرالډین بام او لوراکینگ د جلال اباد څخه د ملگرو ملتونو د کلني رپوټ په اساس خبر ورکړی دی چی د ملگروملتونو د ډېرو پراو عملیاتو په نتیجه کی په افغانستان کی د اپیمو کښت او کرونده تر تېر کال په سلو کی شپږ کمه سوې ده.

د ملگرو ملتونو دغه رپوټ وایی د هغی مځکی فیصدي چی د کوکنارو کښت او کرونده پکښی کېدله په سلو کی نولس کمه سوې ده. د ملگرو ملتونو د مخدره موادو او جنایاتو د دفتر آمر انتونیو ماریا کوستا وایی موږ بالاخره د خپلو پراخو کوښښونو نتیجه ولیده او دا دی گورو چی په ځینو سیمو کی د کوکنارو کښت او کرونده بېخی له منځه تللې ده.

دغه رپوټ وایی څرنگه چی په افغانستان کی د نړۍ په سلو کی پنځه نیوی فیصده کوکنار کرل کېدل نو په سلو کی شپږ کموالی ډېر لوی تغیر دی.

د لاس انجلس ټایمز ورځپاڼه لیکی په داسی حال کی چی د افغانستان حکومت او د هغه لوېدیځ متحدین د کوکنارو د کښت او کروندې په له منځه وړلو کی ډېری پراخی هلی ځلی کوی طالبان هم کوښښ کوی چی د تریاکود زیات تولید مخه ونیسی او په دې توگه غواړی چی د تولید سویو تریاکو بیی لوړي سي او دوی د خپلو گیریلایی حملو دپاره پیسې برابري کړی.

د لاس انجس ټایمز ورځپاڼه د ملگروملتونو د کلني رپوټ په حواله وایی په روان کال کی د اپیمو د تولید د کمېدلو یو علت دا وو چی په افغانستان کی عمومی وچ کالي راغله او د خوراکی موادو، په تېره بیا د غنمو بیه لوړه سوه او د کروند کرگرو توجه یې د غنمو کښت او کروندې ته واړوله.

کروند گر گوري چی هغوی ته د غنمکو کښت او کرونده هم ډېره گټه رسوي او هم د بند او سزا وېره ورسره نسته نو باید چی د غنمو او جوارو د کرلو خواته مخه کړي.

د ملگروملتونو د مخدره موادو او جنایاتو اداره په خپل کلني رپوټ کی وایی په افغانستان کی تر بل هر ځای په ننگرهار کی، چی په افغانستان کی یې دوهمه درجه درلوده، د کوکنارو کښت او کرونده ډېره کمه سوې ده، او د ملگرو ملتونو ادارې هغه ولایت د تریاکو د تولید څخه خلاصه سیمه اعلان کړې ده.

د لاس انجلس ټایمز ورځپاڼه لیکی د متحده ایالاتو د هوایی قواوو ډگرجنرال پال ډانو ون، چی د ننگرهار سیمه یې له هوا څخه سروې کړې ده وایی چی په ننگرهار کی د اپیمو د تولید کموالی څو علتونه لری چی په هغو کی یو لوی علت دا دی چی حکومتی مقاماتو د کروند گرو اړتیاوو ته ښه توجه کړې ده.

کروند گرو په وروستیو وختونو کی په خپلو قبایلی شورا گانو کی شکایت وکړ چی دوی نه کافی سره لري او نه د کرلو دپاره د اصلاح سویو غنمو تخمونه. حکومت د هغوی دغو غوښتنو جدی توجه وکړه او د غنو تولیدات سول.

د لاس انجلس ټایمز ورځپاڼه د جنرال پال ډانون له قوله لیکی څرنگه چی یاغیان خلک په زور داپیمو د کرلو ته مجبوروی نو د مخدره موادو او یاغیانو پر ضد د گډو هلو ځلو په نتیجه کی د اپیمو تولیدات کم سول.

ورځپاڼه لیکی په تېرو کلونو کی طالبانو د اپیمو د تولیداتو څخه ډېری زیایتپ یسې ترلاسه کړي وې خو اوس کروند گرو ته وایی چی نور کوکنار ونه کري او دوی غواړی په دې توگه د تریاکود بیو د لوړېدلو څخه نوري زیاتي نغدی پیسې ترلاسه کړی.

د ملگروملتونو رپوټ وایی طالبانو د تریاکو د بیو د لوړېدلو په اثر لس فیصده گټه کړې او پنځه اویا میلیونه ډالره یې ترلاسه کړي دي.

د ملگرو ملتونو کلنی رپوټ وایی د افغانستان په ځینو سیمو په تېره جنوب لوېدیځو سیمو کی دونه زیات کوکنار کرل کېږی چی د ناټو د قواوو کاروانونه یې کښت او کروندې په سترگو وینی او د ناټو عسکر وایی چی د گزمو په وخت کی یې د کوکنارو بوټي تر پښولاندی کېږی.

د لاس انجس ټایمز ورځپاڼه وایی متحده ایالاتو او برټانیې په کال کی اتیا میلیونه ډالره د مخدره موادو د کښت د تولید او تجارت د له منځه وړلو مسلې ته تخصیص کړي او په دغه برخه کی یې له کروند کرگو سره په هره برخه کی مرستی کړي دي.

XS
SM
MD
LG