د لاس رسي وړ اتصالات

د مومبئي ترورېستی حمله د امرېکا نقش د پاکستان او هند ترمنځ له ستونزو سره مخامخوي


د نېوېارک ټاېمز ورځپاڼه لېکی ددې شواهد ورځ په ورځ زېاتېږی چې د هند په ستر ښار مومبئی باندې دتېرې اونئ برېدونه ښاېې د پاکستان له خاورې نه پېل شوې وي.

نېوېارک ټاېمز تبصره کوی چې ددې ترورېستی پېښی اغېزې به په امرېکا کې په نوي حکومت باندی چې د راتلونکی کال د جنوری په شلمه پېل کېږی څنگه وي؟

څرنگه چې د امرېکا چارواکی په خلپه په شدت باندی مبارزه کوی چې د پاکستان په خاوره کې پر افراطېانو باندی حمله وکړي. نو ښاېې په هغو هلو ځلو کې ستونزې را پېدا کاندی چې دهند دنظامی ځواب مخه ونېسی.

د هند او پاکستان تر منځ چې پخوانی دښمنان دی، دغه تاو ترېخوالی د ېوې شخړې سبب کېدلی شی.

د ٢٠٠١ مېلادی کال په ډېسمېبر کې چې د پاکستان افراطېانو دهند پر پارلېمان باندی حمله وکړه او سږ کال، افراطېانو د پاکستان د جاسوسانو په مرسته بېا د هند پرسفارت باندی په افغانستان کې د بم چوونو حملی وکړی نو د بش حکومت په ډېر قوت سره له دېپلوماسی نه کا رواخېست چې په نوی ډېلی کې د چارواکېو غوسه ارامه کړی.

نېوېارک ټاېمز لېکی اوس ښاېې هغه وخت رارسېدلی وی چې دهند حکومت به د امرېکا پېغام ته ډېره توجه ونکړی.

همدا کار د منتخب جمهور رئېس اوباما نوی حکومت له خپلې اصلی لارې نه چې واېې د القاعده او طالبانو د ترهگری خلاف به ېوه نوی پراخه سېمه ئېزه جبهه جوړه کاندی بل لوری ته واړوي.

د هند صدر اعظم من موهن سینگه همدا اوس د خپلو سېاسی مخالفېنو له سخت انتقاد سره مخامخ دی. سېاسی مخالفېن واېې چې د ترهگری په مقابل کې حکومت پخوا په قوت او شدت سره ځواب ندی ورکړی او د اوسنی حملی نه وروسته پرحکومت باندی فشار زېات شوېدی او واېې چې متقابله حمله وکاندی.

نېوېارک ټاېمز لېکی د نوی ډېلی چارواکې دهغو غوښتنو په مقابل کې ځان مکلف ونه بولی چې واېې ځواب دې کنترول شوی وي. ځکه چې د امرېکا هواېې مبارزه چې د بې پېلوټه الوتکېو په واسطه کېږی د پاکستان په خاوره کې زېاته شوېده.

امرېکا حتی پاکستان ته د خاصو قواو عسکر ددې لپاره ولېږل چې پرافراطېانو باندی ددی لپاره حملی وکړی چې افغانستان ته ېې د را اووښتلو مخه ونېسی.

رپوټ واېې چې دغه افراطېان په افغانستان کې د طالبانو له قوی بغاوت سره مرسته کوی. سپېنی ماڼی په دې برخه کې څرگندموقف نېولی دی چې دغه حملی توجېه کړی.

سپېنه ماڼی واېې که چېرې ېوهېواد په خپله د ترهگری چاره ونکړی شی نو امرېکا ځان ته دا حق ورکوی چې په ېوازې سر عملېات وکړی.

نېوېارک ټاېمز لېکی چې که چېرې دا خبره څرگنده شی چې هغو کسانو چې په مومبئی کې ېې د ترهگری برېدونه وکړل په پاکستان کې روزل شوېدی حتی که د پاکستان حکومت په دغو عملېاتو کی هېڅ لاس هم ونلری نو هند به له دې نه هېڅ شی هم اېسار نکړی چې د امرېکا په څېر موقف اختېار نکړی.

نېوېارک ټاېمز د جنوبی اسېا د چارو د ېوه ماهر پال کپور له قوله لیکی چې دا مهمه نده چې دا حملی په اسلام اباد کې په کوم دفتر کې پلان شوې وې او که نه.

مهمه دا ده چې پخواپه دې اندازه پراخه عملېات نه وی شوي. حتی که د بش اداره داهم وکولی شی چې دا روان حالت له خرابېدونه وساتی نو دمنتخب جمهور رئېس براک اوباما حکومت به دېته اړ شی چې ددغو دواړ پارېدلو او سېمه ئېزو قدرتونو ترمنځ چې ېوپر بل شکمن دی دهمکاری لپاره هلی ځلی وکړی.

نېوېارک ټاېمز لېکی چې د اوباما د پلان مهمه برخه چې په پاکستان کې افراطېت ختم کړی او په افغانستان کې جگړه په خپله گټه تمامه کړی، دا ده چی دهند او پاکستان ترمنځ د پخلاېنی اوهمکار ی لپاره لاره برابره کړی چې پاکستان خپله توجه هغو سېمو ته واړوی چې له افغانستان سره سرحد لری او اوس ېې کنترول د افراطی مسلمانانو په لاس کې دی.

د ښاغلی اوباما سلاکارانو دا څو ورځی په دې تېرې کړېدی چې دا وگوری چې حالات به د جنوری له شلمی نه وروسته څنگه ښکاری.

هغوی وېلی دی چې دوی په دې پوهېږی چې د مومبئي حالات به نوی جمهور رئېس له ستونزو سره مخامخ کړی خو هغوی داهېله هم کوی چې دا حملی ښاېې د هند اوپاکستان ترمنځ د همکاری امکانات نور هم پراخه کړی چی افراطېان له منځه ېوسی.

همدا شان، د واشنگټن پوسټ ورځپاڼه لیکی کله چی د هند د ممبی په ښار کی د ټروریسټی حملو په باب تحقیقات پیل سول نو ډېره زیاته توجه د پاکستان توندرو ډلو ته واوشښتله. پاکستان ژمنه وکړه چی په تحقیقاتو کی د هند سره به همکاري کوي، مگر تاو تریخوالی ډېر زیات دی او داسی وېره سته چی شخړه به پراخه سی.

پاکستان وایی چی د هند سره یې موافقه کړې ده چی خپل د استخباراتو ریس ډگر جنرال احمد شجاع پاشا به هند ته واستوی، څو د هغه هیواد له تحقیقات کونکو سره اطلاعات تبادله کړي. خو وروسته، د پاکستان حکومت خپله فیصله بدله کړه او وې ویل چی د شجاع پاشا پر ځای به نور د کښتی رتبې استخباراتی مامورین هند ته ولېږی.

د پاکستان د دفاع وزیر، چودهری احمد مختار، په اسلام اباد کی خبریالانو ته وویل "زه په زغرده او ټینگه ویلای سم چی پاکستان په دغو پېښو کی په هیڅ توگه لاس نه درلود."

د واشنگټن پوسټ ورځپاڼه لیکی ضمنا د هند مقاماتو خپلو هغو تورونو ته زور ورکړی دی چی دغو پېښو له پاکستانی ډلو سره اړه درلوده. د هند خارجه وزیر پراناب مکرجی په نوي ډهلی کی په یوه خبری کنفرانس کی وویل شواهد او علایم ښیی چی پاکستان په دغو پېښو کی لاس درلود.

د هند نورو مقاماتو هم دغه نظر تکرار کړ مگر نور تفصیل یې ورنه کړ.

د واشنگټن پوسټ ورځپاڼه لیکی د امریکا په خارجه وزارت کی د ټروریزم ضد یوه مامور وویل په تېرو څلېر ویشتو ساعتونو کی ځینی شواهد تر لاسه سوي دي چی د کشمیر له ډلو سره د ممبی د پېښو ارتباط ثابتوی. خو ده نور تفصیل ورنه کړ.

ده وویل چی موږ باید د احتیاط څخه کار واخلو. که څوک د کشمیر نوم اخلي نو دا خو پاکستان ته اشاره ده.

د پاکستان جمهور ریس آصف علی زرداري، چی د هند سره یې د اړېکود بهترولو تلاښ کړی دی، وویل چی په هند کی دا اوازې بالکل غلطی دي چی وایی د پاکستان استخباراتو د ممبی د وسله والو سره مرسته کړې ده.

ده وویل چی ټروریسټ عناصر د پاکستان د استخباراتی ادارو په لابراتوارونو کی نه دي تولید سوي.

د اینگلینډ د براډفورډ په پوهنتون کی یوه استاد شان گریگوري وویل چی ددغو پېښو سره د پاکستان ارتباط به دهند او پاکستان اړېکو ته ډېر سخت تاوان ورسوی.

ده وویل چی دا چی د پاکستان حکومت وویل چی د هیواد د استخباراتو ریس به هند ته واستوي د دی معنی دا ده چی که حتی پاکستان ددغو پېښو سره اړه ولري د هغه هیواد حکومت په هیڅ توگه اړه نه ورسره لری.

د پاکستان یوه عالی رتبه مقام وویل هند ته د ښاغلي پاشا د لېږل کېدلو خبره د هند صدر اعظم من موهن سینگه د پاکستان صدر اعمم یوسف رضا گیلاني ته په ټلفون کی وکړه، او هغه مخکی ویلي وه چی د ممبی حملې د هیواد څخه دباندی ډلو سره اړېکی لري، او گیلاني ته یې ویلي وه چی له دوی سره په دغه برخه کی شواهد موجود دي.

د پاکستان دغه مقام وویل د دې خبری د معلوملو دپاره یوه لاره دا وه چی د پاکستان د استخباراتو ریس لېږل سوی وای او له هند څخه یې غوښتي وای چی که څه لری نو ویې ښیاست.

ورځپانه وایی که څه هم چی د گیلانی حکومت د ښاغلي سینگه دې ادعا په قار کړی دی چی وایی د ممبی په پېښو کی ښایی هغه هیواد لاس درلودلی وی خو د گیلانی حکومت پر دې خبری ټینگار کړی دی چی پاکستان پخپله د ټروریسټانو د څملو قربانی دی او دواړه هیوادونه باید چی په دې برخه کی همکاري سره وکړی.

د واشنگټن پوسټ ورځپاڼه وایی د جولای د میاشتی راهیسی چی ټروریسټانو په افغانستان کی د هند پر سفارت باندی حمله کړې ده او د هند د پوځی اتاشه په شمول اته پنځوس تنه یې وژلي دي د دواړو هیوادونو ترمنځ د اړېکو چندانی خوند نسته. ځکه چی د متحده ایالاتو استخباراتی مامورینو وروسته وویل چی داسی شواهد سته چی د پاکستان استخباراتو ددغی حملې سره همکاري کړې ده.

د پاکستان حکومت په هغه حمله کی پر لاس لرلو منکر سو. په ممبی کی د وروستی حملې په ارتباط د هند مقاماتو وویل چی د څو تنو پاکستانیانو په شمول لږ تر لږه څو تنه حمله کونکي دغه ښار په کښتیو کی راغلي وه، که څه هم چی دوی د خپلی ادعا د ثبوت دپاره مره شواهد وړاندي کړي نه دي.

د هند نورو مقاماتو د جمعې په ورځ وویل چی دوه تنه وسله وال پاکستانی اصله برټانویان دي. د برټانیې مقاماتو وویل دوی ددغه رپوټ په باب تحقیقات کوی مگر دا نه سی ویلای چی دا به څومره حقیقت ولری. ضمنا د برټانیې څخه د ټروریزم ضد مامورین ددغو پېښو په باب د تحقیقاتو دپارهند ته تللي دي.

XS
SM
MD
LG