د لاس رسي وړ اتصالات

د هند د کورنی امنیت وزیر، خپله استعفی وړاندی کړی ده


د هند حکومتی چارواکی وایی چی د کورنی امنیت وزیر شیوراج پاتیل په مبیی کی د ترورستی حملی وروسته خپله استععفی وړاندی کړی ده.

چارواکی وایی چی هغه دغه پریکړه د کانگرس حاکم گوند سره د شنبی په ورځ د غونډی وروسته وکړه.

شیوراج پاتیل تر سختو انتقادونو لاندی راغلی و چی د ملک د کورنی امنیت په ټینگولو کی یی ښه دنده نه ده تر سره کړی.

د هند د ملی امنیت مشاور ام کی نرایانان هم د دی حملو وروسته خپله استعفی وړاندی کړی ده.

د مبیی په ښار کی په دی ترورستی حملی کی چی د چارشنبی په ورځ پیل شوه او په لسو بیلا بیلو ځایونو کی وشوه، تقریبآ ٢٠٠ کسان ووژل شول او په سل گونو نور زخمی شول.

چارواکی وایی چی نهه کسه حمله کونکی ووژل شول او یو حمله کونکی ژوندی نیول شوی او داسی ښکاری چی پاکستانی دی.

د هند د کورنی امنینت وزیر وویل چی دغو حمله کونکو په نظر کی درلودل او په کافی اندازه مهمات یی درلودل چی پنځه زره خلک ووژنی.

چارواکی په دی لگیا دی چی پته ولگوی د هند د تجارتی مرکز په حملو کی چا لاس درلود.

XS
SM
MD
LG