د لاس رسي وړ اتصالات

اوباما به سبا میرمن کلنتن 'د خپلی اداری د بهرنیو چارو د وزیرې په توگه ونوموي'


د امریکا د دیموکرات گوند مامورین وایی ددې هیواد منتخب جمهور رئیس براک اوباما به سبا ته د دوشنبې په ورځ د پخواني جمهور رئیس میرمن هلري کلنتن رسمآ د خپلی اداری د بهرنیو چارو د وزیرې په توگه ونوموي.

د یوه مامور له قوله چی نوم یی ندی ښودل شوی ویل شوی چی داسې اټکل کیږي چی د امریکا اوسنی دفاع وزیر، رابرت گیتس، به په خپلی دندې پاتي شي او د سمندري قواو جنرال جم جونز به د د اوباما د دارې د ملي امنیت د صلاکار په توگه وټاکل شي.

بل پلو، د امریکا منتخب جمهور رئیس براک اوباما د خپلې اونیزې وینا په ترڅ کی په امریکا کې د شکرانی د ورځی مبارکي خلکو ته واوره وله.

د هغه دا پیغام د جمعې په ورځ د یو تیوب له لاری خپور شو چې پکی هغه ویلي اوسنې ستونزی د امریکا د خلکو دپاره لویه ازموینه گڼل کیږي.

هغه دا پیام په امریکا کې د رخصتۍ نه یوه ورځ وروسته واوراوه.

اوباما په خپلو خبرو کې دواړو، نړیوالو او کورنیو ستونزو ته اشاره کړې او بیا یی د اقتصآدي بحران سره مخامخو هیوادونو پر اندیښنی ټینگار وکړ او ورسره یې د خپل اقتصآدي نوي پلان پر بیلو اړخونو هم رڼا واچوله.

XS
SM
MD
LG