د لاس رسي وړ اتصالات

په قاهره کې، د اوپیک غونډه د نویو پلانونو د وړاندیزونو نه پرته پای ته ورسید


پرون د اوپیک ټولنې په قاهره کې خپله غونډه په بیړه د تیلو د رالویدلو بیو او د هغه گواښ نه چی له همدې امله ددې ټولنی غړو هیوادو ته ور مخ دی، د نویو پلانونو د وړاندیزونو نه پرته پای ته ورسوله.

د تیلو د تولید د ډلې رئیس شکېب خلیل وویل اوپیک د نړیوال کمزور اقتصآد او د تیلو پر بیو باندی یی د اغیزی په اړه اندیښمن دی.

دغه ډله به په الجزایر کې د دسامبر په اولسمه بیا غونډه وکړی تر څو د نړی په مارکیتونو کی د تیلو داندازی او بیو تر منځ د تعادل د تر لاسه کولو لپاره د تیلو اندازه لا هم کمه کړي او که نه؟

XS
SM
MD
LG