د لاس رسي وړ اتصالات

لورا بش: امریکا باید د افغانستان سره دې خپلو نږدې همکاریو ته دوام ورکړي


د امریکا د جمهور رئیس میرمنې، لورا بش، دغه هیواد دیته وهڅاوه چی د افغانستان سره دې خپلو نږدې همکاریو ته دوام ورکړي.

د هغې مرکې په ترڅ کې چی هغې د ان بي سي تلویزیوني شبکې سره درلوده، میرمن بوش همدا رنگه دا ژمنه هم وکړه چې د سپینی ماڼۍ نه د تگ نه پس به هم د افغان ښځو سره د خپلو مرستو لړۍ جاري وساتي.

میرمن بش وویل هغه به پدی برخه کی خپلی هڅې په واشنگتن کې د جورج تون په پوهنتون کې د افغان او امریکایی ښځو د گډې شورا او د بش د کتابتون له لارې سر ته ورسوي.

بل خوا، په افغانستان کی، افغان پولیس وایی د یوه انتحاری په حمله کې چې د هغه هیواد په جنوب کې د پولیسو پر یوه کتار وشوه، لس ملکي کسان وژل شوی دی.

د محلي پولیسو قوماندان اسدالله شیر زاد وویل پدې پیښه کی چې نن د دوشنبې په روځ د هلمند د ولایت د موسی قلعه په ولسوالی کی تر سره شوه، د دوه پولیسو په گډون اوه ویشت تنه نور ټپي شوی هم دي.




XS
SM
MD
LG