د لاس رسي وړ اتصالات

هیلري  راتلونکې خارجه وزیره وټاکل شوه


د دموکرات گوند مامورین وايي منتخب جمهوررئیس بارک اوباما نن دوشنبې د خپلې ملي امنیت ډله اعلان کړه. په دې کې د هغه پخوانۍ سیاسي سیاله هلري کلنتن هم شامله ده او د بهرنیو چارو د وزیرې په حېث ټاکل شوې ده.

اوباما نن په شېکاگو کې د دفاع اوسنی وزیر رابرت گیتس په خپله وظیفه باندې پرېښود او د سمندري قواوو متقاعد جنرال جیم جونز ېې د ملي امنیت د سلا کار په توگه مقرر کړ.

ښاغلي اوباما په خپل مطبوعاتي کانفرانس کی نن د شیکاگو په ښار کې د د راتلونکې خارجه وزېر په توگه د هیلري کلنتن د ټاکل کیدلو اعلان وکړ. اوباما او هېلري کلنتن د دموکرات گوند د کاندیدی لپاره سخته انتخابی مبارزه کړې وه.

د دموکرات گوند منابع واېې چې د اریزونا گورنره جینټ ناپولیتانو Janet Napolitano د ملي امنیت د وزیرې په حیث اعلان شوه. همدارنگه په بهرنیو چارو کې د اوباما سلا کاره سوسن رایس په ملگرو ملتو کې د امریکا د سفیرې په حېېث وگومارل شوه. منابع وايي چې د لوی څارنوال پخوانی مرستیال اریک هولډر د امریکا د لوی څارنوال په حیث وټاکل شو که چېرې دامرېکا سنا دهغه مقرری منظور کړی نو دی به اولنی تورپوستی امرېکا ېې وی چې ددغې چوکی لپاره ټا کل شوېدی.

XS
SM
MD
LG