د لاس رسي وړ اتصالات

بوش: ناقص استخباراتي معلومات راکړل شوي وو


د امرېکا جمهوررئېس جورج بش په خپله نوی مرکه کې واېې چې دی خپل دفتر ته په داسی وخت کې راغی چې د جگړې لپاره چمتو نه و او دهغه ستر تاسف دادی هغه ته ناقص استخباراتی معلومات ورکړل شول چې عراق د عامه تباهی او تخرېب وسلی لری.

ښاغلی بش خپلی تبصری د ABC له تلوېزېون سره ددوشنبی په ورځ په ېوه مرکه کې وکړلی. ښاغلی بش په خپله مرکه کې ووېل چې کاشکی دعراق په باب استخبارات بل ډول وی. ځکه چې ډېرو خلکو خپل شهرت په دغو معلوماتو باندی له خطر سره مخامخ کړی و.

ښاغلی بش له دېنه انکار وکړ چې په دې برخه کې اټکل وکړی چې اېا ده به په ٢٠٠٣ مېلادی کال کې دمارچ په مېاشت کې دعراق خلاف جگړه اعلان کړی واې که نه که چېرې دی پوهېدلی چې صدام حسېن د د ډله ئېزی وژنی وسلی نه لری.

هغه داهم ووېل چې له ېوه مناسب وخت نه مخکی به له عراق نه دامرېکا د عسکرو را اېستلو مانا به داوی چی هغه له اصولو سره مخالفت کړېدی.

دامرېکا حکومت اوس په عراق کې ١۴٦ زره عکسر لری. په دې کې دامرېکا ۴٢ زره عسکر د جگړې له پېل راهېسی وژل شوېدی. په ېوه جلا خبرکې دامرېکا جمهوررئیس ووېل چې ده د جگړې نه و کړی. هغه ووېل چې د معاصر وخت د جمهوری رېاست په وخت کې غېرمتوقع شېان پېښېدلی شی.

دامرېکا حکومت په افغانستان کې هم په جگړه بوخت دی. په دغه هېواد کې دامرېکا ٣۴ زره عسکر پراته دی.

ېوه بله مسله چې ښاغلی بش پرې خپل تاسف څرگند کړهغه په نړی کې روان اقتصادی رکود دی او خلک له همدی امله له خپلو وظاېفونه لېری کېږی. د خکلو د تقاعد پېسی کمېږی. ښاغلی بش په دې برخه کې ووېل چې دی به په دې برخه کې د حکومت د نوری مداخلی ملاتړ وکړی چې درکود حالت اسانه شی.

ښاغلی بش په ېوه بله مسله باندی هم خپل تاسف څرگند کړ چې هغه دا ونشو کولی چې امرېکا ته د مهاجرېنو په برخه کې ېو مفصل او جامع قانون منظورکړی. هغه د ABC تلوېزېون ته ووېل چې هغه بحث چی د مهاجرت په مسله روان په هغه کې دامرېکا د ټولنی اصلی روحېه چې دهرکلی اوخواخوږۍ نه ډکه ټولنه ده نه منعکس کېده.

ښاغلی بش په ېوه بله مسله باندی هم خپل تاسف څرگند کړ چې په واشنگټن کې ېې د گوندی خبرو په لهجه کې بدلون رانه وستلی شی. خو هغه ووېل دی غواړی چې دېوداسی انسان په توگه ېاد شی چې ډېرې سختی فېصلی ېې د اصولو سره برابری وکړی او خپله اروا ېې په سېاست خرڅه نکړه.

XS
SM
MD
LG