د لاس رسي وړ اتصالات

گیټس: د اسلامي سخت دریځو په مقابل کې جگړه له مهمو کارونو شمیرل کیږي


د امریکا د دفاع وزیر رابرت گیټس وایې په افغانستان کې د اسلامي سخت دریځو په مقابل کې جگړه د امریکا د راتلونکي حکومت لپاره یو له مهمو کارونو شمیرل کیږي.

منتخب جمهور رئیس براک اوباما په همدې اونۍ کې وویل چې کله هغه په رسمي توگه کار پیل کړي نو ښاغلی گیټس به د دفاع د وزیر په توگه په خپله څوکۍ پاته شي.

گیټس د سه شنبې په ورځ په پنتگان کې خبریالانو ته وویل چې امریکا د افغانستان او پاکستان په گډې پولې کې د پټو شوو ترهگرو په هکله ژوره پاملرنه کوي.

بل پلو، د امریکا اردو وایې دوی خپل دوه عسکر پدې جزایي کړي چې د توقیف شوو کسانو سره یې بد چلند کړی.

د پوځ د تیرې ورځی په خپره شوی اعلامیه کې ویل شوي چې دا دواړه عسکر د همدې کال په پیل کې د افغانستان په ختیځ کې د یو پیښې په تړاو تورن گڼل شوي خو زیات جزیات یې نه دي ورکړي.

ددی دواړو عسکرو د محکمه د دوشنبې په ورځ پیل شوه او اردو غوښتل چې پدی اړه د پوره شواهدو په لیدلو ځان مطمین کړي.

بلخوا افغان او امریکایي ځواکونه وایې د افغانستان په مختلفو برخو کې یې دیارلس وسله وال مخالفین وژلي دي.

XS
SM
MD
LG