د لاس رسي وړ اتصالات

اصف علی زرداری واېې شل مشکوک تندوران به هند ته په لاس ور نکړی


د پاکستان جمهور رېس اصف علی زرداری واېې چه هغه شل کسه مشکوک تندوران به هند ته په لاس ور نکړی چه دمومبئ د حملو په اړه ېې غوښتی دي.

اصف زرداری پرون د امرېکې دسی اېن اېن تلوېزون سره په ېوه مرکه کې اعلان وکړ که هند ورته په دې اړه پوره شواهد وښېې نو د پاکستان حکومت به په خپله دغه شل کسان محاکمه کړی او سزا به ورکړی.

د هند حکومت د پاکستان نه غواړی هغه شل کسه مشکوک تندروان او ېو شمېر مجرمان دې په لاس ور کړی چه گومان کېږی په پاکستان کی ېې ځانونه پټ کړی دی.

ددی کسانو په لېست د داود ابراهېم په نامه ېو پراري هم شامل دی چه په ېوه زمانه کې ېې دمومبئ د مافېا مشری کوله او دهغو وسله والو سره ارتباطات لری چه په کال نو لس سوه دری نوي مېلادی کې ېې په مومبئ کې چاودنی کړی وی.

په دغو چاودنو کی دوه سوه پنځوس کسان وژل شوی ؤو.

د امرېکا حکومت په دوه زره دری مېلادی کال کې داود ابراهېم د ېوه نړېوال ټرورېست په توگه وپېژنده او دا الزام ېې پری ولگاوه چه د القاعدې په شمول د ېو شمېر تندروو ډلو سره اړېکی ساتی.

د امرېکا د خزانی وزارت هم د همدی الزام په بنېاد د داود ابراهېم ټوله داراېې او بانکی حسابونه ضبط کړل او دې ېې په دې تورن کړ چه دمخدروه موادو ېوه غټه شبکه ېې فعاله کړی ده.

بل پلو، د پاکستان پولېس واېې چه ېوه ځان مرگي نن د صوبه سرحد په مومندو اجنسئ کې دپاکستان د پوځ دموټرو دېوه قطار سره نژدی ځان وژونکې حمله وکړه دری عسکر او ېو ملکی سړی ېې ووژل.

مومندو اجنسی د افغانستان سرحد سره څېرمه پرته ده. هېچا لا تر اوسه پوری د دی چاودنی مسوولېت په غاړه نه دی اخېستلی.

XS
SM
MD
LG