د لاس رسي وړ اتصالات

رایس پاکستان دېته هڅوی چې په تحقېقات کې همکاری وکړی


د امرېکا خارجه وزېری کانډولېزا راېس واېې چې پاکستان نه خاص مسوولېت لری چه په مومبئ کې د تېری هفتې د وژونکېوو ټرورېستی حملو په باب په تفتېش کې د هغې په قول په بېړه او د پخې ارادې په لرولو سره همکاری وکړی.

راېس ووېل چې ټول مسوول ملتونه باېد په تحقېقاتو کې همکاری وکړی. خو هغې په خاصه توگه له پاکستان نه وغوښتل چې په چټکی او خاصه دلچسپی باندی په تحقېقاتوکې همکاری وکړی ځکه چې په ١٧٠ قتل شوېو کسانو کې د امرېکا اتباع هم شامل دی.

راېس نن په نوي ډهلی کی د هندی چارواکېو سره د خبرو نه لږ مخکی خبرېالانو سره خبری کولی.

هغی په خپلو خبرو کې د هند له خلکو سره د خوا خوږی او غمرازی څرگندونه وکړه.

ددی خبرو څخه ېې هدف دا دی چه ددغو حملو نه وروسته چه د هند او پاکستان ترمنځ کوم سخت تاوترېخوالی راپېدا شوی دی ېوه څه ېې راکم کړی.

راېس واېې چه دا حملی هم د هماغو حملو په شان ښکاری چه معمولا القاعدې په تېرو وختونو کی کړی وی، خو زېاته ېې کړه چه تر اوسه لا نه معلومه نده چه اېا القاعدې په دې حملو کی لاس درلود او که نه.

ټاکل شوی ده چه راېس به سبا پاکستان ته سفر وکړی.

له بلې خوا د امرېکا دپوځ دلوېو درستېزانو د شورا رېس د سمندری قواو ستر جنرال ماېک مولېن نن اسلام ته رسېږی. نوموړی به د پاکستان د حکومتی او پوځی مقاماتو سره د ېو شمېر سېمه اېزو مساېلو په هکله خبری وکړی.

د هند د حکومت مامورېنو دتېری هتې دحملو پړه دلشکر طېبه په نامه په ېوی تندورې ډلې اچولی ده.

ددغی ډلې مرکزونه په پاکستان کی دی. د مومبئ په حملو کی ېو سلو اوېا کسانونه زېات مړه شوی دی.

د امرېکا د استخباراتو د ملی ادارې رېس ما ېک مېکانول هم دا نظر لری چه لشکر طېبه د مومبئ په حملو کې لاس درلود.

XS
SM
MD
LG