د لاس رسي وړ اتصالات

د شمالی کورېا اتومی مسله - د امریکا، جاپان او جنوبی کورېا کوښښونه


د امرېکا، جاپان او جنوبی کورېا استازي واېې کوښښ به وکړی چه شمالی کورېا وهڅوی مفتشانو ته اجاره ورکړی هغه اتومی مرکزونه ېې معاېنه کړی چه شمالی کورېا ېې د تباه کولو دعوی کوی.

شمالی کورېا واېې چه د اتومی وسلو د جوړولو پروگرام ېې ختم کړی دی.

خو نن په توکېو کی ددغو درېواړو ملکونو استازو په خپله غونډه کی فېصله وکړه چه باېد په لېکی ډول ورته شمالی کورېا اسناد او شواهد وړاندی کړی چه واقعا خپل اتومی پروگرام ېې تړلی دی او که نه.

د امرېکا استازي کرسټافر هېل په سنگاپور کی د شمالی کورېا د حکومت دېوه استازي سره هم ېو په ېو ولېدل.

XS
SM
MD
LG