د لاس رسي وړ اتصالات

هند پوځي اقدام نه ردوي


په داسې حال کې چې د هند اوپاکستان تر منځ تشنج مخ په زیاتیدو دی دامریکا خارجه وزیرې له پاکستان نه غوښتی چې د ممبۍد پېښې دمسئولینو په پیدا کولو کې مرسته وکړی.

خارجه وزیرې کانډولیزارایس په نويډهلې کې د هند له صدراعظم من موهن سنگ او نورو عالیرتبه مامورینوسره د کتنې پر وخت دا خبره وکړه.

د هندحکومت واېی چې په ممبۍباندې د حملېپه مقابله کې یې هر ډول اقدام تر لاس لاندې نیولیدی.

د هنددبهرنیوچارو وزیر پراناب موکرجی د امریکې له خارجه وزیری کانډو لیزارایس سرهخبریالانو ته وویل،دې کې هیڅ شک نشته چې د هند په تجارتی ښار باندې د حملېپلان ېی په پاکستان کې جوړ شوی وه. موکرجی واېي: "د هند حکومت کلکه اراده لری چې له خپلې خاورې نه دفاع وکړیاو کوشش کوی چې ددغه ملک خلک په سوله کې ژوندوکړي".

کله چې د امریکې له خارجه وزیرېنه پوښتنه وشوه چې امریکا به دهند د هغې حملې ملاتړ وکړی چې په پاکستان په ترورستانو باندې کیږی نو هغې دپلوماتیک ځواب ورکړ. رایس وویل: هر اقدام باید د هغه د موثریت له امله وشياوباید دداسې اقدام نه چې نورې شخړی را پاروی مخنیوی په نظرکې وساتل شی.

هند اوپاکستان چې دواړه زروی وسلې لری درې ځلېیېیو له بل سره جنگ کړی دی.

هند واېی چې په ممبۍباندی د حملې له پاره لس تنه چې زیاتې وسلې ورسره وېد سمندر له لارې له پاکستان نه هند ته راغلی او ١٧٥ تنه ېی وژلی دی.

نوی ډهلې له پاکستان نه غوښتې چې شل تنه هندی او پاکستانی مظنون کسان دېهند ته وسپاری.

د امریکې خارجه وزیرې له پاکستان نه غو ښتی چېمظنون کسان پیدا اوعدالت ته وسپارل شی.

سره له هغه چې یو شمیر امریکایان فکر کوی چې د لشکر طیبه ترورستی ډله په دغې پېښې کې لاس لری خورایس واېی چې دا له وخت نه مخ کې خبره ده چې چا په دغو حملو کې لاس درلود.

رایس پخپل سفرکې بدلون را وستی اواوسددې پر ځای چې اروپا ته ولاړه شی د ممبۍد پېښې له امله غواړی پاکستان ته ولاړه شی.

یو شمیر نور امریکايي مقامات هم هند او پاکستان ته تللېچې ددغو هیوادونو له مامورینو سره خبرې وکړي. په دغو کې درې تنه نامتوامریکاېی سناتوران او د لویو درستیزانورئیس مایک مولن هم هلته تللی دی

ادمیرال مایک مولن له پاکستانې مقاماتو نه غو ښتی چې ددغو خلکو د پیدا کولوله پاره جدی اقدامات وکړی.

پاکستان په زغرده واېی چې ددغو ترورستانو او حکومتی ادارو تر منځ هیڅ ډول اړیکی نشته خودومره واېی چې ښاېی غیر حکومتی کسانو په دغې پېښه کې لاس لرلی وی.

XS
SM
MD
LG