د لاس رسي وړ اتصالات

ځانمرگو په خوست کې دوه پولیس ووژل


افغان چارواکي وایې ځان وژنکو برید کوونکو نن پنجشنبې په خوست کې دوه پولیسان وژلي دي.

مقاماتو وویل چې لمړي ځان وژونکي برید کوونکي د پولیسو یونفورم په تن او په خوست کې د ملي امنیت یوی ودانۍ ته ننوتی او حمله یې کړی او دویم برید کوونکي د همدې ودانۍ خواته د مخدره موادو پرضد د مبارزې پر دفتر حمله کړې.

ویل کیږي د ودانۍ مخې ته د موټرو په ځای کې د موټر بم یوه چاودنه هم شوی او د چارواکو په وینا چې د ټوپکو ډزې هم اوریدل شوي دي.

بل پلو، په افغانستان کې د اته هغو ولایتونو سره چې د کوکنارو کښت یې صفر کړی د امریکا لخوا ورسره د دولس ملیونو زیاتی نغدي مرستی وشوی.

دا پیسې د څه کم نهه دیرش ملیونو ډالرو جملې ځنی دي چې د امریکا لخوا د کوکنارو د کښت د له منځه وړو په خاطر د دوه زره اته کال لپاره همدې ولایتونو ته ځانگړې شوی وی.

د افغانستان د مخدره موادو پر ضد د مبارزې وزیر جنرال خدایداد او په کابل د امریکا د سفارت شارزدافیر کرستوفر دل نن خبریالانو ته وویل چې همدا اوس په اتلس ولایتونو کې د کوکنار کښت صفر شوی دی او په یوولس نورو کې د کمیدو هڅې روانې دي.

ښاغلي کرستوفر دل چې د والیانو ستاینه یې کوله د ننگرهار والي گل اغا شیرزی یې په ټولو والیانو کې د کوکنارو په له منځه وړو کې زیات زیارویستونکی والي وباله.

دا دولس ملیونه ډالر د بلخ، تخار، پروان، کندز، نورستان، بدخشان، بادغیس او پکتیا ولایتونو ته د هغوئ د هڅو لپاره ځانگړې کړي دي.

دا پیسې مستقیما والیانو په لاس ورکول کیږي.

ښاغلي کرستوفر دل د هیواد جنوبي او جنوب لویدیځ ولایتونه د مخدره موادو په وړاندې د مبارزې اصلي ستونزمنه سیمه وبلله.

XS
SM
MD
LG