د لاس رسي وړ اتصالات

پاکستان وایي د تروریستانو په مقابل کې به سخت اقدامات وکړي


د پاکستان جمهور رئیس آصف علي زرداری د امریکا د بهرنیو چارو وزیري کاندولیزا رایس ته ډاډ ورکړی چی دی به د هر هغه چا په مقابل کی سخت اقدامات وکړی چی تیره هفته په ممبای کی په تروریستي حملو کی لاس ولري.

هغه دا هم ویلي دي چی پاکستان به چاته اجازه وزنه کړي چی په خاوره کی یې تروریستان فعالیت وکړی.

د ښاغلي زرداري دفتر نن د پنجشنبې په ورځ وروسته له هغه چی زرداري د امریکا د بهرنیو چارو د وزیري سره په اسلام آباد کی وکتل یوه بیانیه خپره کړه.

میرمن رایس وویل چی دا باور لری پاکستان د تروریزم سره جگړې ته ملا تړلې ده.

میرمن رایس مخکی له دې چی اسلام آباد ته ورسیږی د پاکستان نه وغوښتل چي د ممباي د تروریستي حملو په مقابل کی ډیر سخت عکس العمل وښئي.

هغه په نوی ډهلي کی پرون د هند د لوړ رتبه مامورینو سره له کتلو نه وروسته پاکستان ته تللې ده.

په ممبای کی په دې حملو کی په څه د پاسه ١٧٠ تنو وژل شوو کسانو کی امریکایان هم وو.

هندي مامورینو په پاکستان کی دیره د لشکر طیبه په یاغي ډلي باندی تور لگولی دی چی ددې حملو سره یې ارتباط درلود.

پاکستان ته د امریکا د بهرنیو چارو د وزیرې د سفر پر وخت یو امریکايي هیئت هند ته تللی چې دواړه ملکونه همکارئ ته راوبولي.

XS
SM
MD
LG