د لاس رسي وړ اتصالات

هندي ځوانان او اجتماعي جنجال 


د هند په باب یو تازه رپوټ وايي، که دغه ملک خپل ځوان نسل د ملک په پراخېدونکي اقتصاد کې کار کولو ته تیار نړي، نو ددې وېره شته چې، نه یوازې دا چې فابریکې به د کارگرو له کمبود سره مخ شي، بلکه د هند په ټولنه کې به د سختو اجتماعي جنجالونو سبب شي.

د هند نفوس له یو ملیارد نه اوښتی دی او تقریبا نیمايي یې له ٢٥ کلونو څخه کم عمر لري. دا په نړۍ کې د یوه ملک تر ټولو زیات ځوان نسل دی.

اقتصادي ماهرین وايي، د هغو ټولنو برخلاف چې د نفوس ډیره برخه یې د زیات عمر خلک جوړوي، په یوه ملک کې چې د نفوس ډیره برخه یې ځوانان تشکیلوي، د دوی له مهارتونو او استعداد نه استفاده وشي، دا د ملک له اقتصاد سره لویه مرسته ده.

خو د هند د صنایعو کانفدراسیون او په نوي ډیلي کې د باسټن د سلا مشورې ادارې د پنجشنبې په ورځ یو رپوټ خپور کړ. په رپوټ کې خبرداری ورکړل شوی چې، که هند په عاجل ډول خپل ځوان نسل په ادارو کې کار کولو ته آماده نه کړي، نو دا به د ملک لپاره په مصیبت بدله شي.

په هند کې د باسټن د مشاوریت د ادارې رئیس، (جان میجایا سنها) وايي، له یوې خوا د هند مخ پر ودې روان صنعت تکړه کارگرو ته ضرورت لري او له بلې خوا ددغه ملک د ۴٨۴ میلیون ځوانانو له جملې نه چې چې باید کار وکړي، سم نیمايي یې سواد نلري.

هغه وايي: "نږدې څلویښت فیصده یې بې سواده دي. ۴٠ فیصده نور داسې دي چې ښوونځی یې په نیمايي کې پرې ایښی دی. په دې حساب که وکتل شي، نږدې ٢٠٠ میلیونه انسانان چې تقریباً بې سواده دي، نشي کولای چې د نړۍ په اقتصاد کې برخه واخلي. په دې اړه که فکر وکړو. دغه کسان کچیرې ژوند ته ناامیده شي نو کومو کارونو ته به مخه کړي؟"

په رپوټ کې روان حالت د هند د نفوسو لپاره بحران گڼل شوی، او ویل شوي چې هند به په راتلونکو پنځو کلونو کې د ٧٥٠ زرو انجنیرانو کمبود ولري. ددغه رپوټ د معلوماتو پر اساس هند به د کمپیوټر، بانکدارئ او روغتیا په ساحو کې زیاتو خلکو ته ضرورت ولري. او که په دغو برخو کې کارکوونکو و نه روزل شي، نو اکثره خلک به مجبور شي چې د کرهڼې او زراعت په برخه کې محدود پاتې شي چې عاید یې ډیر کم دی.

په رپوټ کې ټینگار شوی چې هند باید له ابتدائیې نه د پوهنتون تر سطحې پورې په زده کړو کې نوښت رامنځته کړي او حرفي زده کړې تقویه کړي.

په هند کې معارف د حکومت په لاس کې دی او په دې برخه کې زیات مشکلات موجود دي. له کلیو نه تر ښارونو پورې د ښوونځیو شمیر ډیر کم دی، د زده کړې کیفیت ټیټ دی او د هغو کسانو شمیر ډیر زیات دی چې ښوونځی یې په نیمايي کې پرې ایښی دی.

ماهرین پیشنهاد کوي چې هند باید د معارف په برخه کې خصوصي سکتور تقویه کړي.

XS
SM
MD
LG