د لاس رسي وړ اتصالات

کال ١٩٨۴: په هند کی ٢ زره تنه ووژل شول


د کال ١٩٨۴ د ډسامبر پر دریمه نېټه سهار وختي، د صنعت د تاریخ یوه له تر ټولو لویه فاجعه، هغه وخت پیل سوه چی د هند په مرکزی سیمه کی د بهوپال د ښار د خلکو د اوسېدني په سیمه کی د یونین کاربایډ د شرکت د حشراتو د وژونکو موادو له فابریکې څخه زهرجن گازونه را ووتل، او ټوله فضا یې ونیوله.

د یو میلیون کسانو له جملې څخه چی د بهوپال په ښار کی یې ژوند کاوه، دوه زره تنه ځای پر ځای ووژل سول او لږترلږه شپږ زره تنه نور ددغو گازونو له لاسه وروسته مړه سول.

د یونین کاربایډ شرکت مرکز په امریکاکی وو، او د هند حکومت په دغه شرکت دعوه وکړه او بالاخره په کال ١٩٨٩ کی د یونین کاربایډ شرکت ومنله چی د هند حکومت ته به ۴٧٠ میلیونه ډالره ورکوی.

ځکه چی د زیانمنو سویو خلکو شمېر ډېر زیات وو نو د بهوپال د پېښی ځینو قربانیانو ته ایله ٥٥٠ ډالره ورسېدل چی د هیڅ ډول ناروغی د تداوي دپاره یې ښه نه په کېدله.

په دغه پېښه کی د وژل سویو کسانو کورنیو ته د سړي پر سر ١٣٠٠ ډالره ورکړه سول.

د هند حکومت، چی په اداری فساد کی ډېر مشهور وو، د دغی پېښی قربانیانو ته ایله نیمایی منلی سوی پیسې ورسولې.

یونین کاربایډ د بهوپال فابریکه بنده کړه، خو هغه سیمه یې د زهرجنو موادو څخه پاکه نه کړه او له هغه وخته څخه تر اوسه پوری راز راز زهرجن مواد د اوبو سره یو ځای کېږی او د بهوپال په خاوره کی گډېږی.

XS
SM
MD
LG