د لاس رسي وړ اتصالات

په پیښور کې چاودنې ٢٥ تنه ووژل


دپيښور د قصه خوانۍ پهسیمهکې د موټربم یوې چاودنې لږ ترلږه ٢٥تنه ووژل اوتقریبا ٨٠ یې زخمي کړل.

دصوبه سرحدوالي اميرحيدرخان هوتي ويلي دي چې په پيښه کـې خارجي لاس کيد شي. دتفصيلاتوله مخې، داچاودنه دقصه خوانۍ بازارپهیوه تنګه کوڅهکېوشوه.

دچاودنې وروستهپه سيمه کې برق بند پرې شوی دی. په پيښور اوپایتخت اسلام آبادکښې امينت ټينګ کړلشوی دی.

ټپیان د پيښورمختلفو روغتونونوته رسول شوي چیرېچېعاجل حالت اعلان شوی دی.

حکومتي چارواکو ولس ته دوينې د ورکولوخواست کړيدی. چارواکي وايي، په دغې چاودنې کې تقریبا دشل کلونو نه تر پنځويشت کیلوچادونکي مواداستعمال شويدي.

د چاودنې ځای ته نږدې ودانیوته سخت زيان رسېدلیدیاويوشميرموټر هم له منځه تللي دي. په زخمیانو کې ماشومان او ښځې هم شاملې دي.

XS
SM
MD
LG