د لاس رسي وړ اتصالات

د پلچرخي زندان په بلوا کې ٨ تنه وژل شوي


افغان چارواکي وایی چی د پلچرخي په زندان کی د بندیانو د بلوا په وخت کی اته تنه وژل شوي او لږ تر لږه ١٥ کسان زخمي شوي دي .

د افغانستان د عدلیې د وزارت معین محمد قاسم هاشم زي خبر یالانو ته وویل چی بندیانو دا بلوا پرون د پنجشنبې په ورځ هغه وخت شروع کړه چی د زندان محافظانو د هغوی د کوټو تلاشی کوله او غوښتل یې موبایل تلیفونونه ، چړې او توینگچې پیدا کړی . بندیانو په دې وخت پر دغو محافظانو باندی حملې وکړې .

هاشمزي وویل چی اته بندیان وژل شوي او لږترلږه درې پولیسان زخمي سوي دي .

هغه وویل چی محافظانو نن د جمعې په ورځ ددې زندان کنټرول بیرته تر لاسه کړی دی .

ددې هفتې په سر کی بندیانو د خبر یالانو سره تماس ونیو او هغوی ته یې وویل چی امنیتي قواوي ددوی په مقابل کی د زیاتي قوې د استعال نه کار اخلی .

XS
SM
MD
LG