د لاس رسي وړ اتصالات

فول برائټ جایزه د افریقا یوه عیسوي ملا وگټله


د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په نړیوال پوهاوي کې د دوه زره اته کال د جی ویلیم د فول برایټ جایزه د جنوبي افریقا پخواني عیسوی ملا دیسمند توتو ته اهدا شوه.

توتو د نومبر په یویشتمه دا جایزه ځکه ترلاسه کړه چې د بشري حقونو نه د سرغړاوي، فقر او نژاد پرستۍ پر ضد یې مبارزه کړی ده.

توتو او د جنوبي افریقا پخواني جمهور رئیس نیلسن مندیلا د نژادي تبعیض پرضد سترې مبارزې کړي دي.

دوی دواړو نژاد پالنې پرضد مبارزه هغه وخت وگټله چې کله په کال نونلس څلور نوي کې جنوبي افریقا خپل لمړني ازاد انتخابات چې ټولو قومونو پکې بی له کوم تبعیضه برخه واخستله ترسره کړل.

د جایزې د اخستلو پرمهال توتو د هغو خلکو نومونه یاد کړل چې د هغه په هیواد کې یې د خپلې قربانۍ په بدل کې بدلون راوړی.

توتو د جایزې د اخستل کیدو په شیبه ېک داسی وویل: "ددغو فوق العاده خلکو ترڅنگ چې ټوله نړۍ یې په ١٩٩۴ کال کې حیرانه کړه ، او د هغو خلکو چې زیات یې بی نومه پاته دي او څو ځلي د ستونزو سره مخ شوي د هغوئ د قدردانۍ په خوا کې دا یو ځانگړې امتیاز دی چې دا با وقاره جایزه راکول کیږي."

په جنوبي افریقا کې د انگلیسانو د کلیسا پورې تړلې توتو یوازنې تورپوستی ملا و. هغه په خپل ټول عمر کې د بشر د حقوقو او د ښځو حقوقو او د فقر پر ضد مبارزه وکړه . هغه د نوبل د سولې جایزه په نونلس څلور اتیا کې هم گټلې وه.

هغه د خبرو پر وخت وویل چې د نړۍ په ډیرو ځایونو کې اوس هم خلک د بشر د حقوقو سرغړونه کوي.

"تاسو د دارفور په هکله فکر وکړئ، د برما په هکله فکر وکړئ، د تیبت، زمبابوئ او غزې په هکله فکر وکړئ."

توتو د جگړو سیمو ته سفرونه کړي چې هلته د سولې لپاره هڅه وکړی. خو د جمعی په ورځ هغه خپل مهم اړخ ته هم اشاره وکړه.

"زه تاسو ته یو څه ویل غواړم، ماته دومره د ښه سړي په سترگه هم مه گورئ ، دا فکر مه کوئ چې زه به ډیر خاکساره یم. اصلاً زه د جوړولو په جهان کې هیڅ هم نه یم."

XS
SM
MD
LG