د لاس رسي وړ اتصالات

مکین: پاکستان باید د هند سره د تاوتریخوالي د کمولو د پاره اساسي گامونه اوچت کړي


د امریکا د جمهوري ریاست پخوانی کاندید جان مککین اسلام اباد ته د یوه سفر په ترڅ کی وویل پر ممبای باندی د خونړۍ حملی نه وروسته د پاکستان حکومت باید اوس د هند سره د تاوتریخوالي د کمولو پاره لازم او اساسي گامونه اوچت کړي.

مکېن د سنا نه د یوه هیات سره په گډه د پاکستان پایتخت اسلام اباد ته په سفر کې د هغه هیواد صدر اعظم یوسف رضا گیلاني او نورو لوړ رتبه سیاسي مشرانو سره ولیدل.

هغه تر دې مخکې نوی دهلي ته سفر درلود.

هغه وویل د پاکستان د حکومت له خوا په وخت گډه او د ځانگړي اقدام همکاري به دا اندیښنه د لا ژوریدو او کړکیچنیدو نه وساتي.

هغه د راولپندی په یوه پوځي اډه کې د یوه خبری کنفرانس په ترڅ کې دا خبرې وکړې.

بل پلو، د هند د بهرنیو چارو وزیر دا خبره رد کړه چی هغه د ممبای د حملی په دوران کی د پاکستان جمهور رئیس ته زنگ وهلې و چې له کبله یی پاکستان خپلی هوایی قواوی د تیارسۍ په حآلت کی درولی وي.

پاکستان ویلی و چی اصف علي زرداري د هند یوه لوړ رتبه مامورد بهرنیو چارو وزیر پرناب موکرجي نه یو گواښمن خبرداری تر لاسه کړی و خو بیا وروسته دا یو تیلفونی غولونکی عمل وبلل شو.

XS
SM
MD
LG