د لاس رسي وړ اتصالات

اوباما: امرېکا ضرورت لری چې افغانستان ته انکشاف ورکړي


د امرېکا منتخب جمهور رئېس، اوباما واېې چې امرېکا دېته ضرورت لری چې په افغانستان کې نور اقدامات هم وکړی او ددې لپاره چې نظامې اقدامات موثر ثابت سی نو پکار ده چې افغانستان ته انکشاف ورکړی.

ښاغلی اوباما نن د اېن بی سی په ېوه پروگرام کې چې له مطبوعاتو سره ملاقات نومېږی ووېل چې ډېرو افغانانو هېڅ انکشاف په بنېادی خدماتو کې لکه د امنېت په ساتلو، د قاچاق په مخنېوی کې او د قانون په تعمېل کې ندی لېدلی.

هغه ووېل چې امرېکا د ېو څو انکشافی پلانونو په عملی کولو کې په مجموعی ډول ثبات راوستلی سی.

په دې برخه کې باېد موثر نظامی عملېات او دېپلوماسی دواړه په کار واچول شی.

د امرېکا منتخب جمهور رئېس ووېل چې امرېکا په افغانستان کې د اوږدی مودې لپاره د کوم اشغالی پلان په تعمېل بوخته نده. خو هغه ووېل چې دا هېواد د امرېکا پر خلاف د حملو لپاره دېوه مورچل په توگه هم نشی استعمالېدلی.

ښاغلی اوباما ووېل چې د افغانستان ستونزه د پاکستان د ستونزو د حل کولو نه پرته نشی حل کېدلی. د امرېکا پوځ واېې چې په افغانستان کې به په راتلونکی کال کې شل زره نور عسکر هم واچول شی.

بل پلو، دافغانستان په ډزو کې نهه طالبان ووژل شول. د طالبانو او افغانستان د پولېسو ترمنځ په ډزو کې لږ تر لږه نهه تنه طالبان ووژل شول.

افغان چارواکی واېې نن د ېکشنبی په ورځ ووېل چې افراطېانو د پولېسو په ېوه پوسته باندی په هېلمندکې دشنبی په ورځ ناوخته حمله وکړه. په دغه جگړه کې درې پولېسان او څلور ېاغېان زخمی شول.

د هېلمند د والی نطاق ووېل چې پولېسو دوه طالبان له نښتی نه وروسته ونېول. د امرېکا پوځ ووېل دتشدد په نورو پېښو کې داېتلاف قواو درې مشکوک ېاغېان په کابل کې ووژل. د افغانستان پوځ واېې چې پنځه تنه عسکرېې د سړک دغاړې د بم په ېوه چاودنه کې ووژل شول.

XS
SM
MD
LG