د لاس رسي وړ اتصالات

رایس: هند او پاکستان باید له یوه بل سره تفاهم وکړي او په گډه اقدام وکړی


د متحده ایالاتو خارجه وزیری کانډولیزرایس د پاکستان نه غوښتي دي چی د ممبی د ټروریسټی حملو په تحقیقاتو کی د همکاری په کولو سره په خپل قول ودرېږی.

د امریکا ږغ خبریال پاولا وولفسن رپوټ راکوی چی کانډولیزا رایس په خپلو مرکو کی په دې خبری ټینگار کړی دی چی د پاکستان حکومت باید مشخص گامونه پورته کړی.

د امریکا خارجه وزیره تېره هفته هند او پاکستان دواړو ته ولاړه او کوښښ یې وکړ چی د ممبی د هغی محاصرې نه وروسته چی څه د پاسه ١٧٠ تنه پکښی ووژل سول د دواړو هیوادونو ترمنځ تاتریخوالی کم کړی.

د هند مقاماتو ویلي دي چی دوی په دې عقیده دي چی دغو ټروریسټانو د پاکستان سهر اړېکی درلودل. د پاکستان مشران د هغوی سره پر هر ډول اړېکو درلودلو باندی منکر دی.

مگر خارجه وزیری رایس وویل پاکستان په دې پلمه په تحقیقاتو کی له همکاری کولو څخه ځان نه سی خلاصولای.

"ما د پاکستان مشرانو ته وویل چی دا استدلال د منلو وړ نه دی چی دوی وایی دغو کسانو له حکومت سره اړېکی نه درلودل. په حقیقت کی تاسی د ټولو هغو کسانو د عمل مسولیت لری چی ستاسی له خاوري څخه یې عمل کړی وي او دا مهمه نه ده چی ستاسی له دولت یې سره یې اړېکی درلودل کنه. خارجه وزیری رایس په دې هفته کی د اې بی سی له ټلوېزیونی پروگرام سره په خبرو کی وویل هند دا حق لری چی د ممبی د حملو په مقابل کی موثر اقدام وکړی."

مگر دې وویل چی هر اقدام ته حد او اندازه سته:

"زه په دې پوهېږم چی په هند کی د ممبی ټروریسټی حملو څونه خلک په غوسه کړي دي. په حقیقت کی دا ماته هم تر یوې اندازې پوري لکه په متحده ایالاتو کی د سپټامبر د یوولسمی د ټروریسټی حملو په څېر ښکاره سوې. زه په یقین سره په دې حقیقت پوهېږم. مگر په دې قضیه کی هند داسی اقدامات کولای سی چی احتمال لری وضع نوره هم پسی خرابه کړی."

رایس پر دې خبری ټینگار وکړ چی هند او پاکستان همکاری کولو ته ضرورت لری او دې خبری ته یې اشاره وکړه چی هند او پاکستان باید له یوه بل سره تفاهم وکړي او په گډه اقدام وکړی.

د متحده ایالاتو منتخب جمهور ریس بارک اوباما د این بی سی له ټلوېزیونی شبکې سره په خبرو کی وویل دا په سیمه کی د هر هیواد دپاره مهمه ده چی د گډ ټروریسټی تهدید سره د مقابلې دپاره گډ کار سره وکړی.

"موږ په سیمه کی د پاکستان، هند او افغانستان د حکومتونو ترمنځ یوې ستراتیژیکی انډیوالی ته ضرورت لرو څو هغه توندروان، ټروریسټان او افراطیان له منځه یوسو چی اډې او کمپونه یې جوړ کړي دي او داسی عملیات کوی چی ټوله بین المللی ټولنه تهدیدوی."

منتخب جمهور ریس اوباما وویل د پاکستان مشرانو همکاري ښودلې ده. ده وویل دوی په دغه تهدید پوهېږی او زیاته یې کړه چی دی هیله لری د پاکستان او متحده ایالاتو ترمنځ د همکاری کولو داسی نیژدې اړیکی ټینگ وي چی د دواړو هیوادونو امنیت ته گټه وروسوی.

د بلی خوا د هند د ممبی په ښار کی ویر او ماتم دوام لری او د یهودو ټولني ته د مهارشترا د ایالت گورنر خپله خواخوږی څرگنده کړه.

د تاج محل له هوټل سره نیژدې د ایلیاهو په کنیسه کی ویناگاني کېدلې. د مهارشترا گورنر ایس سي جامیر د یهودو له ټولنی سره، چی تقریبا څلور زره نفوس لری، خپل ملاتړ څرگند کړ.

گورنر جامیر وویل: "نړۍ په حیرانیتا او غوسې سره عکس العمل وښود. دغه ټروریسټان ایډیالوژی نه لری، مذهب نه لري، عقیده نه لري، زړه سوی نه لری."

د ټروریسټانو د عملیاتو په اثر په سل هاو بېنگاه خلک وژل سوي او په سل هاو کورنۍ تباه سوي دی. دا صحنه بېخی د لیدلو نه ده چی سړی گوري ټروریسټانو یو دوه کلن ماشوم څوارلس ساعته بندي ساتلی او مور او پلار یې ورته وژلي وي.

په دغو یو ساعت مراسمو کی تقریبا دریو سوو تنو برخه درلوده . ددغه ځای څخه تقریبا یو ساعت د موټر په فاصله د مېهم د اورگاډي سټېشن دی. په هغه ځای کی دوه نیم کاله مخکی په اورگاډو کی د بمونو د چاودنو په اثر ٢٠٩ تنه ووژل سول.

د بمونو هغه حملې د لشکر طیبه ډلي کړي وې او گومان کېږی چی د ممبی حملې به هم دغی ډلی تنظیم کړي وي. مگر بین المللی ټولني د مېهم د ټروریسټی پېښو ته په دغه اندازه توجه ونه کړه او ځینی وایی چی هغو حملو پر عادي هندیانو باندی اغېزه وکړه او د هند د کاروبار څښتنانو، خارجی سیلانیانو او مهمو هوټلونو ته یې تاوان ونه رساوه ځکه یې نو چندانی چا ږغ وانه ورېدی.

XS
SM
MD
LG