د لاس رسي وړ اتصالات

رپوټ: د طالبانو عملیات پراخ شوي دي


د پالېسی په باب ېوه مستقله اداره واېې چې طالبانو تقرېبا په درې برخې افغانستان کې خپل موجودېت ساتلی دی او د افغانستان پاېتخت کابل ته زېاتېدونکی خطر متوجه کړېدی.

په هغه نوی سروې کې چې ددوشنبی په ورځ خپره شوه، د امنېت او انکشاف نړېوالی شورا ووېل چې طالبان له خپلو مورچلونو نه په جنوب کې ختېځی، لوېدېځی او شمالی خواته پرمختگ کړېدی.

دا هم وېل کېږی چې طآلبان کابل ته نېژدی هم ډېر قوی موجودېت لری او د څلورو سترو لارو له جملی نه ېې دری سترې لارې چې پاېتخت ته ور ننوځی په خطر ناکو لارو بدلی کړېدی.

د اېکاس مشر پال برټن واېې د طالبانو موجودېت په افغانستان کې له ٥۴ فېصدو نه ٧٢ فېصدو ته د تېر کال په موده کې زېات شوېدی.

خو د ناټو او افغانستان چارواکیو دغه سروی رد کړېده او واېې چې طالبان ېوازې د هېواد په جنوب او ختېځ کې موجودېت لری او دا په هېواد کې له پنځوس فېصدو نه کمه برخه ده.

XS
SM
MD
LG