د لاس رسي وړ اتصالات

د پېښور په هډه کې افراطېانو پنځوس لارۍ وسوځولی


مشکوکو طالبانو په پاکستان کې د لارېو په ېوه بله هډه باندی چې په پېښور کې پرته ده حمله کړېده.

نن ددوشنبی په ورځ دا دوېمه حمله وه چې تقرېبا ٥٠ کانټېنرونه ېې هلته خراب کړل. په دغو کانټېنرونو کې په افغانستان کې دناټو او امرېکا قواو ته نظآمی موټر ور وړل کېدل.

عېنی شاهدان واېې شاهدان واېې چې افراطېانو په هډه باندی چټکه ناڅاپې حمله وکړه او هرڅه ته ېې اور اچاوه او لاسی بمونه ېې غورځول.

د امرېکا اوناټو نظآمی چارواکی واېې چې دا وروستی حملی په افغانستان کې دطالبانو خلاف په نظآمی عملېاتو کې ډېره کمه اغېزه لری.

دغه راز حملی داسی اندېښنی پېدا کوی چې ېاغېان کوشش کوی چېد خېبر دری په لاره د اکمالاتو لاره تنگه کړی.

په دغه لاره باندی تقرېبا اوېا فېصده اکمالات په افغانستان کې دېره غربی قواو ته رسېږی. څرنگه چې افغانستان سمندری لاره نلری نو د خېبردری لاره داکمالاتو لپاره ډېره مهمه گڼل کېږی.

د ېکشنبی په ورځ هم مشکوکو طالبانو په پېښور کې تقرېبا ١٦٠ لارۍ او نظآمی موټرونه چې دنا ټو او امرېکا قواوته ېې مالونه وړل خراب کړل.

محلی پولېس واېې چې نېژدی درې سوه کسان چې په وسله ښه سنبال ول، هډ ې ته ناڅاپه راننوتل او هغو ځاېونو ته او ر واچاوه چې لارۍ موټرې، هموي گان او نور مهمات ېې هلته له منځه وېوړل.

د ترمېنل مشر کفاېت الله خان دامرېکا غږ راډېو ته ووېل چې ټوپک والاو په دغه چپاو کې له راکټونو، ټوپکو او لاسی بمونونه کار واخېست. ېو امنېتی ساتونکې ېې وواژه ، ټولو موټروته ېې اور واچاوه او له هډې نه په منډه ووتل.

تېره مېاشت پاکستان په موقتی ډول د خېبرغاښی له هغه نه وروسته بند کړی و چې افراطېانو د اکمالاتو دېارلس لارۍ وسوځولی.

رپوټ واېې چې دغه لارۍ ټولی افغانستان ته روانی وې. پاکستان دغه لاره ېوه ورځ وروسته خلاصه کړه او کاروان ېې په امنېتی قواو بدرگه کړ.

XS
SM
MD
LG