د لاس رسي وړ اتصالات

روسيه: اېران د اټومی وسلو د جوړولو قابلېت نلری


د روسېې مطبوعات رپوټ ورکوی چې روسی چارواکی واېې چې دوی په دې عقېده دی چې اېران اوس د اټومی وسلو د جوړولو قدرت او قابلېت نلری.

د خارجی چارو د وزارت داوروپاېې اتحآد د همکاری رېاست واېې چې اېران اوس اټومی وسلی نشی جوړولی.

د دوشنبی په ورځ اېران ووېل کله چې دامرېکا منتخب جمهور رئېس براک اوباما په بله مېاشت کې جمهور رئېس شی نو دېته ضرورت لری چې د سزاو انعام له پالېسی نه لاس داېران د اټومی پروگرام په برخه کې لاس واخلی.

د اېران خارجه وزارت نطاق حسن قشقاوی ووېل چې تهران به د خپلو ېورانېمو د غنی کولو له پروگرام نه لاس وانخلی که څه هم ښاغلی اوباما کوشش کوی چی اېران د خپل اټومی پروگرام په برخه کې له خپلې لارې نه واړوی.

ښاغلی اوباما د ېکشنبی په ورځ د اېن بی سی په ېو ه پروگرام کې ووېل چې دی دېته چمتو دی چې اېران ته هڅوونکي اقتصادی امکانات ورکړی چې د ېورانېمو له غنی کولو نه لاس واخلی.

خو اوباما دا خبرداری هم ورکړ چې که چېرې اېران انکار وکړی نو نړېواله ټولنه بندېزونه نور هم سختولی شی.

ښاغلی اوباما ووېل چې امرېکا او متحدېن ېې له اېران سره مستقېمو خبرو ته چمتو دی او داټومی مسلی په برخه کی به ورته واضح نظر وړاندی کړی.

XS
SM
MD
LG